فیدریکا موګیریني: دافغانستان دقضیې دحل لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو یو

کابل ټکی کام ( دو شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۸ل)
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسووله فیدریکا موګیریني وایي، دا ټولنه د افغان سولې پروسه کې هر ډول همکاریو ته چمتو ده. هغې زیاته کړې، دوی په دې هېواد کې د سولې له روانو هڅو ملاتړ کوي او هیله لري چې ژر په دې جګړه ځپلي هېواد کې تلپاتې سوله برقراره شي. هغې زیاته کړې اروپایي ټولنه او امریکا په ګډه کار کوي څو د سولې بین الافغاني خبرو اترو ته زمینه برابره کړي. موګیریني دا خبرې نن په لوګزامبورک کې د افغانستان د سولې د مسالې په اړه د اروپایي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې کړې دي. په ورته وخت کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو شورا هم یوه مسوده خپره کړې او پکې له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه شوې چې باید ژر تر ژره خپلو کې د سولې خبرو ته سره کېني.
داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان په چارو کې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد داوو هېوادونو په سفر بوخت دی، ترڅو دامریکايانو اوطالبانو دروانو مذاکراتو په اړه له دوی سره سلا مشورې وکي.
ټاکل شوې څو ورځې وروسته یوځل بیا دواړه مذاکراتي ټیمونه په دوحه سره جرګه شي چې څېړونکي یې مؤثره او له لاسته راوړنوډکه بولي.



