پخوانی وزیر عبدالرازق وحیدي نیول شوی

شمشاد ته یوې امنیتي سرچیني ویلي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرازق واحدي په کابل کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی
نوموړی په کابل پوهنتون کې وو چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو
د سرچینې په حواله چې نوموړی د پولیسو لخوا پل څرخي زندان ته رسول شوی دی
د لویې څارنوالۍ یوې سرچینې ویلي چې واحدي په فساد کې ښکیل ثابت شوی
واحدي ته درې کاله بند او ۱۲ زره نغدې افغانۍ جریمه سزا اورول شوې ده



