امریکا: دیرشو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د امریکایي رسنیو د راپور له مخې چې په امریکا کې د یو برید له امله ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
برید کوونکي دوه کسان ښودل شوي دي
دا پیښه د امریکا د شیکاګو ایالت په یوه پارک کې په داسې حال کې رامنځته شوې، چې خلک پارک ته د منظرې لپاره راغلي وو
په وژل شویو کې ۴ تنه ماشومان دي او پاته ۲۶ تنه ټپیان دي چې د یوې ښځي روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی
پولیسو د برید کوونکو د مخنیوی او نیولو هڅه کړې خو د وسلوالو د ډزو له امله ۵ تنه پولیس هم ټپیان شوي دي
د راپورونو له مخې چې دواړه برید کوونکي وروسته د پولیسو لخوا وژل شوي دي
دا لا نه ده معلومه شوې چې برید کوونکو ولې داسې برید پلان کړی وو



