کابل ټکی کام ( دو شنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۸ل)
نن مازیګر دباګرام په لویه امریکایي اډه موټربم حمله شوې، سرچینې وایي، چې برید دباګرام دهوايي اډې په دریمه دروازه کې د امریکایي ځواکونو په قطار شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهددیاد برید مسؤلیت منلی دی.
نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي؛
نن مازدیګر د باګرام هوایي ډګر په دروازه کې په امریکایي ځواکونو ددوی لخوابرید ترسره شوی
اوزیاته کړې یې ده چې دابریدپه دریمه دروازه کې ددوی دیو استشهادي مجاهد نصیب الله الیاس له لوري دموټر بم په وسیله ترسره شو.
چې په نتیجه کې یې یو زغره وال ټانک بشپړ ویجاړ شوی، ګڼ شمیر امریکایي عسکر وژل شوي او ټپیان دي.”
په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي
دا برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو اترو بهیریوځل بیا پیل شوی دی.


















