امریکا د ایران سپاه پاسداران ډله په تور لیست کې شامله کړه

امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ رسماً اعلان وکړ چې سپاه پاسداران ډله یې په تور لیست کې شامله کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپل ټویټر لیکلي، چې د ایران سپاه پاسداران ډله به په یوه اونۍ کې د ترهګرو ډلو لیست ته رسماً ورداخله شي

د مایک پمپیو په وینا چې دا کار یې د ایراني ولس لپاره کړی ترڅو دوی خپله ازادي بیرته ترلاسه کړي

ایران تر اوسه د امریکا د دې پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو هغه هغه وخت چې د داسې پرېکړې اوازه وه، د سپاه پاسداران ډلې قومندان محمد علي جعفري توند غبرګون ښودلی وو

جعفري ویلي وو که امریکا دا پرېکړه وکړي نو د دوی ځواکونو ته به سخت خطرونه پیښ شي او په لویدیځه اسیا کې به خپل امنیت له لاسه ورکړي

دا لومړی ځل دی چې امریکا د یوه هیواد یوه پوځې ډله په تور لیست کې شاملوي

تر دې وړاندې امریکا له سپاه پاسداران سره د اړیکو په تور ځیني کسان او ادارې په تور لیست کې شامل کړي وو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button