عمر زاخېلوال: دهلمند وروستی کرغېړن عمل دغندنې وړ دی

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۸ل)
دهلمند په باباجي دګډو ځواکونو لخوا د وروستۍ ناوړه پيښې په اړه حضرت عمر زاخيلوال په کلک غبرګون ښودلی، نوموړي په خپل غبرګون کې ويلي چې ،د هلمند په شپنیو عملیاتو کې د ملکي تلفاتو سربیره دهلمندي ولس کورنیو ته سپکاوی په کلکه د غندنې وړ، او کرغیړن عمل دی، زاخيلوال وايي داسې اعمال کرکې زیاتوي، جنګ نور هم پیچلی او خونړی کوی، دسولې شعار د سوال لاندې راولي او ناهیلیتوب غښتلی کوي. نوموړی زياتوي د دولت لومړنی مسئولیت عامو وګړو ته باعزته ژوند او ډاډ ورکول دي نه دملت د پتمنوخویندو عزت لیلامول.
یادونه باید وکړو چې دهلمند په وروستۍ وحشي پېښه له نړۍ څخه ګڼو نوموتو افغانانو دبېزارۍ اوغندنې اعلامیې جاري کړي خوګډ دولت لاهم ددغې پېښې په اړه چوپه خوله دی، بعضو دولتي رسنیو ددې لپاره چې دغه عمل یوه لاسته راوړنه وبولي، اودافغانانو دمظلومیت غږ خاموش کړي، اسیرې شوې ښځې یې له القاعدې سره په لاس لرلو تورنې کړې.



