د لمانځه مسائل (۷۴ مه پرخه) د سفر په مسافه کې معتمد قول

ليکنوال: م. نجم الرحمن فضلي

پوښتنه : د تګ اندازه او د سفر مسافه څومره دى؟ که په کلوميتر بيان کړى شي؟.

ځواب : د سفر مسافه چې قصر واجبوي د جمهور او د آئمه اربعه ؤ په نزد ٤٨ شرعي ميله دى.

اما له حنفيانو پرته د جمهور په نزد ٤٨ شرعي ميله د ٨٨ کلوميتره اوه سوه او څلورو ګزونو معادل دى، او د حنفيانو په نزد د ٧٧ کلوميتره دوه سوه او اته څلويښت ګزونو معادل دى او فعلاً د احنافو په همدغه قول باندې عمل کول معتمد دي ([1]).

که يو څوک په اور ګاډي، موټر يا آس باندې په سفر روان شي !

پوښتنه : که چيرته يو څوک په اورګاډي کې، په آس يا په موټر کې د دومره ليرې سفر کولو په اراده روان شي چې تر هغه ځايه انسان په پياده تګ سره په دريو ورځو کې رسيږي نو د دې حکم څه دی؟

ځواب : داسې سړی مسافر دی، که څه هم چې ډير زر ورسيږي ([2]).

له وديدو وروسته د انجلۍ لپاره د مور پلار کور وطن اصلي نه پاتې کيژي

پوښتنه : له وديدو وروسته د انجلۍ لپاره د مور پلار کور وطن اصلي پاتې کيژي او که نه؟ او که چيرته شرعي مسافه وه نو ښځه به د مور پلار په کور کې قصر کوي او که پوره لمونځ به کوي؟.

ځواب : د مور پلار اګر که د انجلۍ لپاره وطن اصلي وه، مګر له وديدو وروسته کله چې هغه په مستقله توګه د ميړه په کور کې اوسيژي نو د ميړه کور يې وطن اصلي جوړ شو، د مور پلار کور کوم د ښځې لپاره وطن اصلي وه د دويم وطن اصلي جوړيدو له امله باطل شوى دى، نو له همدې امله که چيرته د مور پلار کور په شرعي مسافه کې وي او هلته د پاتې کيدو نيت له پنځلسو ورځو کم وي نو ښځه به قصري لمونځ کوي، البته د اقامت نيت کولو په صورت کې به پوره لمونځ کوي ([3]).

٤٢ ميله سفر شرعي سفر نه دى

پوښتنه : که يو څوک ٤٢ ميله سفر وکړي نو هغه ته قصر پکار دى او که پوره لمونځ؟.

ځواب : داسې کس شرعي مسافر نه دى، هغه به پوره لمونځ کوي قصر به نکوي ([4]).

په سفر کې د سنتو کولو حکم

پوښتنه : د مسافر لپاره د سنتو پريښودل روا دي او که ناروا؟.

ځواب : د تلوار (بيړې) په حالت کې د سهار له سنتو پرته د نورو سنتو پريښودل روا دي، د اطمينان په حالت کې د سنتو کول ضروري دي، له رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه په سفر کې د سنتو کول ثابت دي ([5]).

([1]) محمود الفتاوى، ١ : ٢٢٠، بحواله : امداد المفتيين، ص : ٣٧٣، احسن الفتاوى، ج : ٤، ص : ٩٦، رسالة القول الاظهر، خير الفتاوى، ج : ٢، ٦٦٨ – ٦٧٤، الفقه الاسلامي، ج : ١، ص : ٣٢١، فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٤، ص : ٤٦٦، احسن الفتاوي، ج : ٤، ضميمه القول الاظهر، ص : ١٥.

([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥٠.

([3]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٨٨، بحواله : الشامية، ج : ٢، ص : ١٣١ – ١٣٢، حلبي کبير، ص : ٥٤٤، خلاصة الفتاوى، ج : ١، ص : ٢٠٤.

([4]) فتاوى محموديه، ٧ : ٤٨٥، بحواله : الفتاوى العالمګيرية، کتاب الصلوة، الباب الخامس عشر في صلاة المسافر، ج : ١، ص : ١٣٩، وکذا في تبيين الحقائق، باب صلاة المسافر، ج : ١، ص : ٥٠٦.

([5]) احسن الفتاوى، ٤ : ٧١، بحواله : اعلاے السنن، ج : ٧، ص : ٩١ – تا ٩٣.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button