د حکومت او سياسيونو اختلاف؛ د قطر غونډې ته دواړه بيل بيل پلاوي ليږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۴)

د حکومت او سياسيونو تر منځ اختلاف د دې لامل شوی چې نه د مصالحې په رهبري شورا او نه په يوه لیست توافق شوی، دواړه لوري غواړي چې د قطر کنفرانس ته بيل بيل پلاوي واستوي.

باوري سرچينې وايي، اختلاف په دې رامنځته شوی چې حکومت غواړي د قطر غونډې ته د امرالله صالح په څير له طالبانو سره د سولې مخالف کسان وليږي خو سياسيونو ورسره مخالفت څرګند کړی.

د تيرې پنج شنبې او جمعې په ورځ دوه ځلې ناستې شوي چې دواړه ناستې بغير له کومې نتيجې پای ته رسيدلي.

د ارګ له لوري د سياسيونو او حکومتي کسانو څخه په جوړه شوې ګډه کميټه کې ډاکټر عبدالله، یونس قانوني، حاجي دين محمد، انورالحق احدي، فضل محمد ابراهيمي، مسلميار، محمد محقق او څو نورو کسانو ګډون درلود چې حکومتي چارواکو د سولې مخالف پلاوي پر ټاکلو ټينګار درلود خو پخواني ولسمشر حامدکرزي او ځينو نورو سياستوالو يې مخالفت کړی.

د قطر کنفرانس ته د سياسيونو له خوا د حامد ګيلاني او د صبغت الله مجددي د زوی نومونه وړاندې شوي خو حکومت ټينګار کړی چې بايد د حکومتي کسانو شمير زيات وي.

دغه اختلاف د دې لامل شوی چې دواړه لوري بيل بيل پلاوي د قطر غونډې ته واستوي.

دغه راز سرچينې وايي، حکومت په لوی لاس غواړي چې د لويې جرګې تر رارسيدو وخت ضايع کړي او د قطر کنفرانس ته پلاوی ونه ټاکي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button