طالبان: دعملیاتو په لومړۍ ورځ موپه ګډدښمن ۹۳ بریدونه ترسره کړي دي

کابل ټکی کام ( جمعه، ۲۳وری، ۱۳۹۸ل)

 

وسلوالو طالبانو نن نوي پسرلني عملیات اعلان کړل، اودهېواد لر او بر نن دجګړو شاهد وو، طالبانو خپل نوي عملیات بریالي بللي، او۹۳بریدونوپه ترسره کولوسره یې دډېرو پرمختګونو ادعا کړې ده، دوسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیوته په استول شوي پیغام کې لیکلي؛ چې په لومړۍ ورځ مو په ټول هیواد کې پردښمن (۹۳) بریدونه ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړې چې

دغه عملیات یې په مهمه امریکايي ځاله د بګرام په هوايي ډګر باندې په برید پيل کړل، اوتر نن ماښام ناوخته پورې د هیواد په لر اوبر کې په خورا ښه توګه روان ول.

تر دې دمه د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې په ټول هیواد کې پر خارجي او داخلي دښمن ۹۳ بریدونه شوي دي.

په دغو بریدونو کې له دښمن څخه ګڼ شمیر پوستې نیول شوې، لوی لارې پرې تړل شوي دي، تحرکات يې تر برید لاندې نیول شوي او په مراکزو باندې يې ګڼ شمیر ډول ډول حملې ترسره شوې دي.

نوموړی وایي چې

د الفتح عملیاتو اعلان په داسې مهال کیږي چې مجاهدینو د ژمي له یخنۍ تیرولو څخه وروسته تازه خپل اکمالات کړي، ځانونه يې په ګڼ شمیر کې جګړیزو کرښوته رسولي او پردښمن باند يې په هرځای کې کړۍ تنګه کړې ده.

امریکايي ځواکونو او د کابل ادارې عسکرو لا پخوا د تازه عملیاتو له پيل څخه ویره لرله، ځکه نو اوس هڅه کوي چې د خپلو عسکرو د مورال ساتلو لپاره دغه ځپونکي عملیات لکه د خپلو هغه بې اثره او تش تبلیغات تلقي کړي.

 

یادونه باید وکړو چې نن ماښام دننګرهار ولایت دشیرزادو ولسوالۍ په ودانۍ او امنیه قومندانۍ دوه مسلسل موټر بم بریدونه ترسره شول، طالبانو دبریدونومسئولیت منلی اوزیاته کړې یې ده چې له حملو وروسته ددوی نور سرتیري دولسوالۍ ودانۍ اوامنیه قومندانۍ ته ننوتي چې پاتې دولتي سرتیري له مینځه یوسي، راپورونه وايي     چې جګړه لاهم روانه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button