طالبانو د مرغاب په جګړه کې نيول شوي ۱۲۸ عسکر خوشې کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۴)
شاوخوا يوه اوونۍ مخکې طالبانو د بادغيس ولايت بالامرغاب ولسوالۍ د يوې سختې جګړې په ترڅ کې ونيوله.
طالبانو د یادې جګړې پر مهال له سلو زيات عسکر او په زياته اندازه وسلې او مهمات هم نيولي و چې په دغه عسکرو کې ځينې په خپله خوښه طالبانو ته تسليم شوي و او ځينې نور بيا د جګړې پر مهال نيول شوي و.
طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبر پاڼه کې ويلي چې د مرغاب ولسوالۍ په جګړو کې نيول شوي ۱۲۸ تنه عسکر يې خوشې کړي دي.
طالبان وايي، په دغه عسکرو کې کومانډويان، پوليس او اربکيان شامل دي چې د مرغاب او نورو جګړو په ترڅ کې ژوندي نيول شوي و.
اعلاميه زياتوي، دغه عسکر (د اسلامي امارت د اړوند مشرتابه له لوري د ترحم او د هغوی له کورنيو سره د خواخوږۍ له مخې خوشې کړل شوي دي).
خبر زياتوي، د عسکرو د خوشې کولو په مراسمو کې د طالبانو له خوا د بادغيس د والي مرستيال مولوي عبدالکريم هم ګډون درلود او عسکرو ته يې د لارې کرايه او مصرف ورکړی دی.
په سوشل ميډيا او د طالبانو د وياند له ادرسه په خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې طالبان عسکرو ته پيسې ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو عسکرو ژمنه کړې چې له دې وروسته به د حکومتي ادارو ليکو کې دنده نه کوي او خپل عادي ژوند به پيلوي.
طالبانو تر دې مخکې هم لسګونه دولتي عسکر د ضمانتونو او په دې ژمنه چې بيا به دولتي ليکو ته نه ورځي خوشې کړي دي.



