سيګار: د نشه يي موادو سره مبارزه کې نهه ميليارده ډالر لګيدلي؛ هيڅ ګټه يې نه ده کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۴)

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکايي مرستو د څار اداره “سيګار” وايي، په افغانستان کې د نشه يي موادو سره پر مبارزې ميلياردونه ډالره لګيدلي خو هيڅ مؤثره ګټه يې نه ده لرلې.

د سيګار مشر جان سوپکو دغه څرګندونې د امريکا د مشرانو جرګې د امنيتي چارو کمېټې غونډې ته کړي.

سپوپکو په روان کال کې د کوکنارو د کښت د ډيروالي خبر ورکړی زياتوي، په دغه برخه کې د افغانستان او د امريکا متحده ایالاتو په لاره اچول شوی پروګرام بريالی نه و.

سوپکو ويلي، تير کال چې کوکنارو کښت کم و ستر لامل يې وچکالي وه خو سږ کال چې کال اباد دی نو ورسره به په افغانستان کې د کوکنارو کښت هم زيات شي.

هغه ويلي، په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې یو پروګرام هم ګټور نه و ، له پيله تر دې دمه نهه ميليارده امريکايي ډالره د نشه يي موادو سره پر مبارزې لګيدلي خو زياتوي ( په تېرو لسو کالو کې د کوکنارو د کښت اړولو پروګرامونو له لارې په کال کې یوازې په سلو کې پنځه کرل شوي کوکنار اړولي دي).

تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي چې د نشه يي موادو سره د مبارزې اړوند ادارو د کوکنارو کښت اړولو يا د دغه بوټي د بديل عامولو په برخه کې کافي اندازه کار نه دی کړی او په افغانستان کې ميشت بهرنيان او دولتي لوړپوړي چارواکي  د افيمو، پوډرو  او نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري، له دې لارې ميليونونه پيسې ترلاسه کوي نه غواړي چې له يوې مخې په افغانستان کې د کوکنارو کښت بند شي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال په ټول هيواد کې د کوکنارو کښت بند کړی و خو هيواد ته د بهرنيانو په راتګ او د نوي حکومت په جوړيدو يوځل بيا د دغه بوټي کرل او قاچاق زيات شوی چې له کبله يې لکونه افغانان معتاد شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button