موضوع : دطالبانو الفتح عملیات به ډیر پیاوړي وي !

لیکوال : شهاب لیوال

دهر کال په پیل کې طالبانو خپل د نوي جنګړیز پلان ترڅنګ دعملیاتو نوم هم اعلانوه .

خو لکه څنګه چې دا وار د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو لړۍ په چتګۍ  روانه  وه او اټکل کېده چې د مذاکراتو تر نهایي نتایجو به طالبان خپل نوي عملیات نه اعلانوي، په خبرو تاکید او د خبرو له لارې  به د حل لارې په لټه کې  وي .

خولکه څنګه چې د هیواد په لر او بر کې  دښمن خپل نظامي عملیات  د خالد تر نامه لاندې اعلان او پیل کړي او هره ورځ په بې ګناه هیوادوالو  شپنۍ چاپې وهي ، ړندې بمبارۍ کوي او په خواږه خوبونو کې ويده عام وګړي وژني.

طالبان هم دې ته اړ شول چې د تل په څېر خپل نظامي عملیات بیا اعلان  او   د سیاسي لاسته راوړنو تر څنګ نظامي ډګر کې هم پاتې رانشي .

اګر که طالبانو خپل د عملیاتو پیل،  د دښمن وجود څخه  د نا امنه ساحاتو پاکول او اشغالګروته د سیاسي ډګر تر څنګ په نظامي ډګرکې ماتول یاد  کړي، خو په عین وخت الفتح عملیاتو ته د دفاعي او محافظوي عملیاتو نوم ورکوي .

الفتح : د شفقت او مرحمت پیلامه !

 طالبانو – تېره اونۍ بادغیس ولایت   بالامرغاب ولسوالۍ باندې دعملیاتو په لړ کې  -۱۶۰- شاخوا ملی اردو عسکر اسیران کړي وو .

چې د الفتح عملیاتو په پیل کې یې احساناً آزاد او دکور کرایې ترڅنګ یې هدایت ورته وکړ چې بیا دې د هیواد او اسلام له دښمنانو سره نه یوځای کیږي .

الفتح او د نړیوال دښمن وارخطایي:

زلمی خلیلزاد د امریکا د مذاکراتي ټیم ځانګړي استازي په خپل تویټ کې د طالبانو لخوا د نوي نظامي عملیاتو (الفتح) پر اعلانېدلو تُنده نیوکه کړې او ویلي یې دي .

چې طالبان د ولس له هیلو سره لوبې کوي ،ګواکې دا چې طالبان په جګړو تینګار لري .

زلمی خلیلزاد دې پوی شي چې طالبانو تل په سیاسي تګلارې ټینګار کړی خو لکه څنکه چې امریکا مخکې په غرور او قدرت کې وه هغه وخت یې یوازې نظامي تګلاره باندې ټینګار وه

همدا شان نن طالبان په نظامي او سیاسي ډګر کې بریالي دي نو ځکه هم په مذاکراتو او هم په جګړې ټینګار لري .

د مذکراتو له لارې نړیوالو او د جګړې له لارې تاسو او ستاسو لاسپوڅو ته خپل قدرت درښکاره کوي .

الفتح او لاسته راوړنې یې :

اوپه پاۍ کې  دالفتح عملیاتو په لړ کې به ډیرې سیمې له جګړو پرته فتحه کیږي، سیاسي قومي او مخور خلک به داسلامي امارت له مخالفت نه لاس په سر کیږي.

امریکا به حتمي وتلو ته اړ کیږي خپل نظامي سیاسي او دیپلوماتیک حضور ته په افغانستان کې پای ورکوي .

افغانان به یوار بیا خپلواک او دیو اسلامي نظام ترڅنګ د دایمي سولې خاوندان وي ان شاء الله العزیز .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button