یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

سياسي قوت نيول کيږي نه، بلکې ګټل کيږي!!

محمود نشرونکی: محمود
اپریل 13, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
10
ځلې شریک شوی
130
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

خالد رعد

پورتنی عنوان زما خبره نه، بلکې د هغو افغان نما څېرو د استادانو خبره ده چې نن يې زمونږ په هېواد کې د سياسي قوت د ترلاسه کولو په هدف هغو وحشتونو ته لاس اچولی چې نه د دوی په قانون کې روا دي او نه يې د دوی معلمين جائز ګڼي.

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د قدرت دغه مجنونان فکر کوي چې قدرت د زور له لارې حاصلېدای شي، خو داسې هيڅکله نه ده.

امريکايي ليکوالانو: رابرټ ايل کارډ، جيمز اې ميډيروز او والټر ايس جانز په خپل کتاب (پوليټيکل ساينس) کې ليکلي چې: ځينې فکر کوي چې کله قدرت ترلاسه کړي؛ نو خودبخود به يې مشروعيت هم لاس ته ورشي، خو داسې هيڅکله نشي کولی. قوت ګټل کيږي، نيول کيږي نه.

سياسي قوت د ناپ او تول شی نه دی چې ترلاسه کړل شي، بلکې د خلکو (سياسيينو او رعيت) تر منځ تړاو دی. سياسي قوت، نه لکه برېښنا په ميګا واټ تلل کيږي او نه ګز کيږي، مګر ځينې بيا هم د قوت ترلاسه کولو خبره کوي، بس لکه په ملي خزانه کې چې ساتل شوی وي، چې دوی به يې په يوه شپه يا ورځ کې په پټه يا په زور تر ګورت کړي.

زمونږ په هېواد کې د قدرت لېونيان کټ مټ همدا عمل انجاموي او د خپلو استادانو پورتنۍ خبرې يې له ياده ايستلې دي، دوی کوشش پيل کړی چې د زور او د اولس وېرولو له لارې به په دې هېواد کې سياسي قدرت ترلاسه کړي.

کوم جنګي جنايتونه چې نن زمونږ پر مظلوم اولس باندې د اشغال خوښو خلکو لخوا د سياسي قوت ترلاسه کولو په هدف ترسره کيږي، د تاريخي مثالونو پر اساس ويلی شو چې د دې جناياتو پايلې به يې ډېر ژر په يو شرمونکي انجام واړوي.

د دې واقعيت لنډ مثال زمونږ پر هېواد د امريکا يرغل دی، دوی او کورنيو ملګرو يې په لومړيو کې عقيده لرله چې واک يې تر ګورت کړ؛ نو سياسي قدرت به يې خودبخود په نصيب شي، مګر د ولس له منځه د راټوکېدلي کمکي ځواک ۱۸ کلنې مقابلې وښودله چې په دې هيواد کې واقعي سياسي قوت له چا سره دی؟ د هيواد په کچه د همدې سياسي قوت برکت دی چې نن همدغه کوچنی ځواک د نړيوالو سياسي ځواکونو کټګورۍ ته ورنژدې شوی دی.

که په زور يا تزوير سياسي قوت ترلاسه کېدای، زموږ هېواد به اوس هم د پرنګ مستعمره وای، يا به مو د افغانيو پر ځای روبل چلول او يا به مو نن سباني سهارونه په امريکايي ګوډ مارننګ پيلولی، خو داسې نه ده.

په کابل کې ناست واکمنان کله نا کله تر واک لاندې سيمې ګز کوي او ادعا لري چې د هېواد ډېره برخه خاوره يې په لاس کې ده، دا د خپل حکومت د مشروعيت او سياسي قوت د شتون لپاره يو دليل ګرځوي، خو لکه چې مخکې مو وويل سياسي قوت او مشروعيت نه ګز کيږي او نه هم تلل کيږي، بناءً دوی بايد سياسي قوت په هغه GPS ګز نکړي چې تر لاس لاندې زمکه پرې ګزوي.

دوی که په شعوري يا غير شعوري ډول د سيمو لاندې کولو لپاره له زور او وحشتونو څخه کار اخلي او د حکومت د مشروعيت لپاره یې دليل جوړوي، دا يې ستره تېروتنه ده، چې بايد تکرار يې نکړي او هېوادوالو ته د راروانې سولې په مخ کې ځان خنډ نکړي، ګنې هم به يې دا ارمان سر نشي او هم به د تل لپاره د دې هېواد د ننني تاريخ لعنتي څېرې شي.

لوی ټکي: په زور نيولسياستګټل
مخکینې مطلب

مخابراتو وزارت: که فیسبوک ادارې مو پالیسي ونه منله، فعالیت به یې بند کړو

بل مطلب

هره ګناه داسې ترک کولی شو:

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com