منيب الرحمان رحماني
د ګناه څخه د پرهېز لپاره انسانان دوه لارې مخکې نيسي يوه دا چې کوشش کوي د خدای ج امر ومني د هغه د مخالف حرکت ونکړي،يعنې هم نه غواړي د خدای ج او دده اړیکه خرابه شي هم ډارېږي.
دوهمه لار دا ده چې انسان د ګناه ضرر ويني، د ګناه هغه همدا اوس د هغه بدن ، روح او ذهن ته ورکوونکي درد او بې نظمي ويني نو ورڅخه لرې ګرځي.
په لومړی لاره کې حرکت تقليدي او د امر په سبب دی، داسې وچه وفاداري ډېر دوام نه کوي او اخر سر خوري، دلته لومړی کس دا اشتباه کوي چې دی فکر کوي خدای ج د ده په ګناه کولو خفه کېږي، يعنې دی د ګناه د منع په حکمت نه پوهيږي صرف وايي امر دی ځکه نو دا دوام نه کوي.
او بل دا چې څومره ځان ساتي نور هم انسان هغه ګناه ته لا ډېر تږی کېږي، دا لار ډېر کم کار ورکوي هغه هم داسې که يو څوک داسې د زيات وخت د هر ډول ګناه لرې ګرځي ، دا سړی د ګناه په مکرر نشتون کې يو خاص سکون او داخلي کيفيت ترلاسه کوي بل ځل دا سړی که دا ګناه وکړي نو ټول کیفیت سکون هرڅه یې لويه ضربه خوري.
دوهم لاره کې انسان د ګناه ضرر فوري ويني د ګناه د نهی په حکمت پوه دی هغه پوهيږي چې ددې ګناه ولې منعه شوې پوهيږي چې که دا کار وکړی دده بدن او روح څه ضرر ويني
مثلآ تر ډېره په پوهنتون او نورو بیروبار ځايونو يا هلته چې ښځې او نر يو ځاي وي د يو بل ته نه کتل يې ستونزمن دي، ډېری يو بل ته ګوري چې دا کتل نورو مرحلو ته زمينه مساعدوي.
ددوهمې لارې استفاده کوونکی انسان پوهيږي که دی دې ښځې ته وګوري نو ذهن يې فورا يوه ډرامه يو فلم جوړوي، فورا د هغه هغه آرامه داخلي روح او نړۍ په يو شي پسې زور کوي.
وروسته پوهيږي چې په بل قدم کې د نجلی سره سلام کلام کېږي او رابطه قايمېږي،کوم به چې دا کس نور خپل ټول ذهني آرامي له لاسه ورکړي او په يو شي پسې ذهن ټوله ورځ فکرونه کوي، ذهني سندرې، فلمونه او حتی سکس به کوي.
ددې وروسته به ورو ورو دا دواړه ملګري شي اوس نو دا به مجبور وي يو دبل ومني يو بل هم فزيکي هم ذهني تغذیه کړي.
خو بېرته پوهيږي چې هيڅ يو خپل بدن او ذهن تر تله بل چاته نشي تسلیم کولی يوه ورځ د دواړو عصاب خرابېږي او په هرڅه پېښمانه کیږي.
اوس نو د دوهمې لارې کس دا دومره لوی عذاب ځانته نه جوړوي، هم د ذهن په ارام والي پاک والي کې ورو ورو داسې يو کيفيت ترلاسه کوي چې که بيا يې په دې شيانو کې واچوی داسې ورته ښکاري لکه يو نيويارک کې اوسېدونکی چې په هلمند کې د جګړې په منځ کې واچوې.


















