مخابراتو وزارت: که فیسبوک ادارې مو پالیسي ونه منله، فعالیت به یې بند کړو

د مخابراتو وزارت د فیسبوک ادارې ته خبرداری ورکړی دی

د مخابراتو وزیر شهزادګل اریوبي په افغانستان کې د فیسبوک ادارې په فعالیتونو د بندیز ګواښ وکړ

اریوبي چې نن یې په کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې فیسبوک ادارې که په شپږ میاشتو کې د افغانستان د حکومت پالیسي او قانون عملي نه کړل، په دې هیواد کې به یې فعالیتونه ودروي

د اریوبې په خبره چې د فیسبوک استعمالوونکو لخوا هر وخت ښځو ته سپکاوی او د خلکو توهین کیږي؛ نو له همدې امله باید فیسبوک خپل استعمالوونکي له ځان سره ثبت او راجستر کړي

نوموړي په افغانستان کې د جعلي اکاونټونو د بندولو غوښتنه هم کړې ده

دی وایي چې د بهرنیو چارو وزارت په واسطه به د یو مکتوب له لارې دا ټولې ستونزې د فیسبوک له ادارې سره شریکې کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button