سرپل: دسنچارک ولسوالۍ دطالبانو تربریدلاندې راغلې؛  ۵۰۰دولتي ځواکونه کلابند دي

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۸ل)

 

دسرپل ولایت له سنچارک ولسوالۍ څخه راپورونه کاږي چې طالبانو په ولسوالۍ حمله کړې، دامنیت آمرپه ګډون سلګونه دولتي ځواکونه یې کلابندکړي.

‏امنیتي سرچینو آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې وسلوالو طالبانو له څلور خواوو پردغه ولسوالۍ بریدونه پیل کړي او تر یو کیلومترۍ پورې ورنږدې شوي دي.

‏د دوی د څرګندونو له مخې؛ د ‎سرپل د امنیت آمر په ګډون ۵۰۰ امنیتي ځواکونه له یوې اوونۍ راپدیخوا تر محاصرې لاندې دی؛ خو تر دې دمه ورته تازه دمي سرتېري ندي وررسیدلي او ډېر څه هم ورسره ندي پاتې، چې جګړه پرې وکړي.

دوی د دغې ولسوالۍ له سقوط او د دې ولایت د میرزاولنګ د پېښې تکراریدو اندېښمن کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button