پخوانی ولسمشر حامدکرزی دقطر په راتلونکې ناسته کې ګډون نکوي

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۸ل)
دافغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی دقطر په راتلونکې بین الافغاني ناسته کې ګډون نکوي، دنوموړي دفتر تایید کړه چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د سولې په راتلونکي ناسته کې، چې په نولسم د مارچ د قطر په مرکز دوحه کې را بلل شوي، ګډون نه کوي.
داسې بریښي، چې حامد کرزی له غني سره د ګډونوالو په نوملړ او د د دې ناستې په اجنډا نه دی جوړ شوی، ځکه غني او ډلې کوښښ کوي دوحې ته داسې کسان د حکومت په استازولۍ ولیږي، چې د سولې خبرې ګډوډې کړي.
یوې سرچینې افغان نیوز ته ویلي، چې غني د حکومت په استازولۍ داسې کسان دوحې ته لېږي، چې دا غونډه باید له کړکیچ، ګډوډۍ او شخړې سره مخ کړي.
د ارګ په لیست کې امرالله صالح هم شامل دی، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په دوام باور نلري او غواړي، چې روانې افغان وژني ته ادامه ورکړي.
د حامد کرزي د نه ګډون یو دلیل همدا ښودلی شوی، چې ګوندې د دوحې راتلونکي ناسته به د افغاني کلتور، د یو بل د احترام، د نظر د اورېدلو غونډه نه وې؛ بلکي د ښکنځلو، ملامتۍ او بلاخره د خبرو په اوږدو کې د شخړو د رابرسیره کېدو لامل به وګرځي. د ارګ سرچېنې دا هم وایي، چې د حکومت په ملاتړ هغه کسان د دوحې غونډې ته نومول شوي، چې له طالبانو سره د سولې مخالف، د جګړې په دوام تاکید او ټاکنې له سولې د مخه غواړي، په دې توګه داسې ښکاري، چې د دوحې راتلونکې ناسته رابلل به له ستونزې سره مخ شي. کېدایشي دا ناسته وځنډېږي او یا هم په نېمګړې توګه ترسره شي.
یاده دې وي چې دحکومت لخوا نشر شوی لېست د طالبانو لخوا نه تائید اونه هم رد شوی دی، اوتمه ده چې ددوحې دګډونوالو لېست په نږدې دوه ورځو کې دطالبانو لخوا اعلان شي.



