د آلمان پارلمان استازي: ځواکونه په افغانستان کې مات شول، بايد راوويستل شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۹)
د آلمان د آر ان ډي رسنۍ په يوه راپور کې ليکي، چې آلمان په افغانستان کې د خپل ماموريت له پيله تر دې دمه شپاړلس ميليارده یورو لګولي دي.
راپور زياتوي، دغه پيسې د بهرنيو چارو وزارت، د پراختيايي چارو وزارت، د کورنيو چارو وزارت، د کرهڼې او مالدارۍ وزارت او د کلتور وزارت له خوا په افغانستان کې مصرف شوي دي.
د سرچينې په وينا، د المان دفاع او بهرنيو چارو وزارت يوازې په تير ۲۰۱۸م کال کې ۷۷۰ ميليونه يورو لګولي دي خو په یاد راپور کې د استخباراتي ادارو د لګښتونو معلومات نه دي ورکړل شوي.
د آلمان په پارلمان کې د (ای اف دي) ګوند یوه استازي رينر شپرينګر یادې رسنۍ ته ويلي، چې د دغه هيواد ديموکراتان او زرغون ګوند په دې باوري ول چې په خپلو لښګتونو او عسکرو سره به افغانستان ديموکراتيک کړي خو په وينا يې ټول پلانونه يې له ماتې سره مخ دي او بايد دغه سياسي غلطي ومني.
شپرينګر د جرمنې له حکومت غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د خپل پوځ ماموريت ختم او له دغه هيواده خپل پوځيان راوباسي.
د المان د دفاع وزارت د رسمي شميرو له مخې، د افغانستان په تيره اتلس کلنه جګړه کې د دغه هيواد ۵۸ عسکر وژل شوي، لسګونه نور ټپيان دي.



