حسن روحاني: امریکا به دوروستیو غلطیو دروند ځواب وویني

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل)

 

د ایران ولسمشر حسن روحاني یوځل دامریکا دوروستي اقدام په بدل کې امریکا ته ګواښ کړی، د امریکا له خوا د ترهګرو ډلو په لیست کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د داخلولو په غبرګون کې نوموړي ویلي، امریکا په هیڅ صورت دا نه شي زغملی چې ایران د سیمې په کچه یو پیاوړی ځواک ولري.

هغه ویلي امریکا په خپل دې اقدام سره ستره اشتباه کړې ده او پور به یې پرې کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران سپاه پاسداران ځواک دوه ورځې وړاندې په رسمي ډول د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړل شو چې د ایراني چارواکو توند غبرګونونه یې راپارولي دي.

یاده دې وي چې امریکا همیش دخپل هر اړخیز ځواک دبقا لپاره نور هېوادونه له قسما قسم مشکلاتو سره مخ کوي، ایران، اوشمالي کوریا دوه هغه هېوادونه دی چې همېش دامریکا لطرفه له بندیزونو سره مخ شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button