بنیامین نتانیاهو یوځل بیا داسرائیلو لومړی وزیر مقرر شوی

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل)

 

بنیامین نتانیاهو یو ځل بیا د اسراییلو د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دی. دنوموړي دا څلورم ځل دی چې د اسراییلو په ټاکنو کې بریالی کېږي.

د نتانیاهو لیکود ګوند او د هغه ښي اړخي ملګرو تېره اوونۍ په پارلماني ټاکنو کې اکثریت څوکۍ ګټلې دي. د ټاکنو پر مهال ویل کېدل چې د نوموړي ګوندبه  په یوازې سر ونه توانېږي چې ټاکنې وګټي خو ځینې واړه ګوندونه ورسره مرسته کوي. اوس ویل کېږي چې د اسراییل ولسمشر نوموړي ته دنده ورکړې څو په ۴۲ ورځو کې اتحادي حکومت جوړ کړي او که چېرته دی په همدې موده کې د حکومت پر جوړولو بریالی نه شي نو د ده سیال بلو اینډ وایټ ګوند ته به د حکومت جوړولو موقع په لاس ورکړل شي.

اوس به اسرائیل دنوموړي کار کردګۍ ته انتظار باسي چې دحکومت په جوړښت بریالی کېږي که نا.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button