کابل: وسلوالو یو کس وژلی

د کابل ښار په وزیر اکبرخان سیمه کې ناپیژاندو وسلوالو یو کس وژلی دی
د کابل پولیسو پیښه تائید کړې او ویلي یې دي چې دا کس په چړو وژل شوی او برید کوونکي تښتیدلي دي
خو په سیمه کې عیني شاهدانو بیا شمشاد ته ویلي چې برید کوونکو کس په ډزو وژلی او په تیښته بریالي شوي دي
پیښه نن ماسپښین ۲ نیمې بجې شاوخوا رامنځته شوې ده
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار په خوست کې هم ورته پیښه رامنځته شوې وه
د راپورونو په اساس چې په خوست کې وژل شوي کس د ضربتي ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوله او په رخصتۍ کور ته راغلی وو چې د برید هدف وګرځید



