دروسیې دفاع وزیر: له سوریې څخه دداعش جنګیالي افغانستان ته استول کیږي

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل)
د روسیې د دفاع وزیر یو ځل بیاتورپورې کړی چې د سوریې ترهګر یا لیبیا او یا افغانستان ته لېږدول کېږي او په افغانستان کې بیا د تاجکستان پولو ته څېرمه ځای پر ځای کېږي. سرګي شویګو ویلي، د تاجکستان ۲۰۱ نظامي مرکز به لا پیاوړی کړی. ددې مرکز سرتېري له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د ساتنې مسوولیت لري. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل تاجکستاني سیال سره په لیدنه کې د همدې مرکز پر لا ډېر تجهیز او پیاوړتیا ټینګار کړی و او ویلي وو چې ددې مرکز تجهیز د سیمي په ځانګړې توګه د روسیې او تاجکستان د امن او ثبات لپاره ډېر مهم دی.
یاده دې وي چې نوموړي په مشخص ډول دچا نام ندی یادکړی چې ددې جنګیالیو لېږد څوک، اودڅه لپاره کوي.
داپه داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې دایراني پوځ مشر هم ورته څرګندونې کړې وې، اودا تور یې په امریکا پورې کړی وو چې ګویا داکار امریکا ددې پخاطر کوي ترڅو افغانستان کې دجګړې اوربل وساتي، اوله بل اړخه دوسلوالو طالبانو دپرمختګ مخه ډب کړي.



