د پټان ګردېز لویه لاره او د چارواکو بې غوري!!!

لیکنه : ډاکټر عبدالله ګل اخلاص یار
مونږ تل امنیتي ستونزې یادوو چې دا ستونزې یوازې د پکتیا نه بلکې په ټول هېواد پورې اړه لري.
اړينه ده چې د هیواد هر وګړی چې هر چیرې ژوند کوي نو ژوند يې باید خوندي او امنیت یې تامین شي.
خو دا چې دولت یې په کومه توګه تعمینوي له کومو میتودونو کاراخلي، دا نو بیا په دولت پورې اړه لري. مونږ ته لازمه نده چې په امنیتي چارو کې مداخله وکړو.
را به شوو اصل خبرې ته چې د لویو لارو د جوړولو مسله ده، د لویو لارو جوړول که له یوی خوا د امنیت په راوستو کې مهم رول لري او له بلې خوا د ولس ورځنۍ اړتیاوي په اسانۍ سره پوره کوي. د ناروغانو په انتقال کې مرسته کوي پدې وسله د زیاتو تلفاتو مخه نیسې.
رابه شوو دې ته چې پټان او ګردیز لویه لاره چې په اوږدو کې يې له یو پلوه نهه ګڼ میشتې ولسوالۍ پراتې دي له بله پلوه له کوزې پښتونخوا سره د پکتیا ولایت نښلوي له همدې لاري هره ورځ په سلګونه ټنه سودا ګریز توکي هیواد تر هیواده تبادله کیږي خو دغه لاره له پټان تر ګردیز پورې هسی تش په نوم کېر لاره بولو ، خو په اصل کې له خامه لارې هم بدتره ده په خاصه توګه د میرزکې او سیدکرم ولسوالیو ترمنځ لاره چې په څو تیرو کالونو کې ولایتي چارواکو هیڅ غم نده خوړلی ، له دې وجې ټول موټرچلوونکي، ناروغان او عام وګړي له کچې زیات کړیږي چې ددې کړاو له سببه د مایوسۍ احساس پیدا کوي چې دا وړ مایوسۍ احساس یې د دولت سره په فاصله اخیستلو مجبور وي.



