سولې شورا: دبین الافغاني مذاکراتو لپاره مو هڅې ګړندۍ کړي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل)

 

دسولې شورا یوځل بیا دبین الافغاني مذاکراتو لپاره دخپلو هڅو یادونه کړې، د قطر ناستې له لغوه کېدو وروسته سولې شورا وايي د بین الافغاني «مذاکراتو» لپاره يې هڅې روانې دي.

د دې شورا ویاند غفور احمد جاوید وايي، په دې برخه کې که هر څوک همکاري کوي، دوی يې هرکلی کوي.

د قطر ناستې له لغوه کېدو وروسته د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خواشيني ښکاره کړه او زیاته يې کړه چې باید بین الافغاني ناسته وشي، که د ده مرستې ته اړتیا وي، «تیار دی.»

که څه هم طالبانو پرلپسې یادونه کړې چې له حکومتي کسانو سره هم د افغانانو په توګه نظر اورېدو ته تیار دي، خو حکومت د قطره لغوه شوې ناسته کې هم دعوه کوله چې «مذاکرات» دي.

 

د سولې شورا د هڅو په اړه نور توضیحات نه دي ورکړي، خو تېره ورځ ارګ وویل چې د دوی لپاره اوس «لویه جرګه» لومړیتوب دی.

په ورته وخت کې سپوتنیک د رویټرز په حواله د حامد کرزي اړوند لیکلي، چې نوموړي د قطر ناستې لغوه کېدو کې طالبان ملامت نه بولي.

کرزي ویلي، چې هر ډول کېږي باید د مسکو په څېر غونډې دوام ولري او له طالبانو سره سیاسیون مخامخ پر یو مېز کېني.

دقطرناستې لپاره پرون ورځ مقرره شوې وه، خودحکومت ترمینځ دې غونډې ته په لېږونکي پلاوي شدید اختلاف داغونډه وځنډوله.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button