شهزاد اریوبي: په نني برید کې د مخابراتو وزارت شپږ کارکووني وژل شوي

نن له غرمې وروسته د مخابراتو وزارت ودانۍ ته ۴ تنه بریدګر ننوتل چې څو ساعته یې جګړه وکړه او د دوو تنو بریدګرو په نیولو او دوو تنو په وژلو سره برید پای ته ورسید
د دې برید مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخستی او طالبانو هم په لاس لرل پکې رد کړل
که څه هم د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی وو چې روغتونو ته شپږ تنه ټپیان وروړل شوي خو د مخابراتو وزیر شهزاد اریوبي بیا ویلي چې مرګ ژوبله زیاته ده
د اریوبي په وینا چې د مخابراتو وزارت شپږ تنه کارکوونکي وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي



