کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
نن سهار مهال د پاکستان د پښتونخوا په ايالت کې د پوليو پرضد د قطرو اچولو کمپاين په ښونځيو اوکلیو کې پيل شو، چې د پيښور ښار او شاوخوا سيمو يو لوي شمېر ماشومانوته قطرې ورکول شوې، چې له امله يې ماشومانوته يو ډول حساسیت پیداشوی او لسګونه ماشومان روغتونونو ته وړل شوي، چې څو تنه يې مړه شوي هم دي .
زموږ همکار وايي؛ نن د درسي ساعتونو له ختمیدو سره سم له ښونځيو نه د ماشومانو د انتقاليدو پر وخت د امبولانسونو کوکې هم پيل شوې، چې زيانمن شوي ماشومان يې له ښونځيو روغتونونوته رسول.
د ښار په ځينو برخوکې قهریدلي خلک کوڅو ته راوتلي او له ښارسره په تړلې سیمه بډبيره کې احتجاج کوونکو يو دولتي روغتيايي مرکز هم سوځولی.
د پښتونخوا د روغتيا وزارت چارواکو دا پيښې منلي، خو د بشپړه وضاحت لپاره يې د تحقيفاتو وعده کړې.
یوشمېر خلکوپه خپلو شعارونو کې په واکسین دبندېدا غوښتنه هم کړې.
داپه داسې حال کې ده چې تردې وړاندې دپاکستان په ښارونو، اوکلیو کې دواکسین خلاف بعضو اوسېدونکو مخالفت وښود، اویو شمېر واکسین کونکي یې ووژل، چې وروسته بیا دحکومت لخوا واکسین جبري وګڼل شو.


















