کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان دګډ حکومت اجرائیه رئیس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «عبدالله عبدالله» وايي، د قطر د بین الافغاني ناستې په ځنډېدلو مو د سولې په برخه کې یو ستر فرصت له لاسه ورکړ.
عبدالله چې د وزیرانو شورا په نننۍ ناسته کې یې خبرې کولې وویل چې سوله دملت اړتیا ده او نوموړی تیار دی هر ځای له طالبانو سره خبرو ته کښېني .
نوموړي زیاته کړې چې ناسم مدیریت ددې لامل شو څو د قطر ناسته وځنډېږي او د سولې په برخه کې یو ستر فرصت له لاسه ورکړو.
طالبانو د یادې ناستې د ځنډ مسئول حکومت وباله او ادعا یې وکړه چې «حکومت هڅه کوله څو؛ له بین الافغاني ناستې د طالبانو او ګډ حکومت رسمي مذاکراتي ناسته جوړه کړي».
ګډ حکومت بیا په قطر هیواد کې د غونډې د کوربنو له لوري رالېږل شوی لست غیر «متوزان» او د بین الافغاني ناستې د ځنډ لامل وباله.
دیادونې وړ ده چې دقطر بین الافغاني ناستې په ځنډ دګڼ شمېر افغانانو ترڅنګ ډېروبهرنیو چارواکو هم خواشیني ښودلې.
دامریکا دبهرنیو چارو وزیر په یوه تلیفوني تماس کې ولسمشر غني ته امر کړی ترڅو دغې ناستې ته راپیښ اختلافات حل، اوددې ناستې دائرېدو ته تیاری ونیسي.


















