ليکنه: غورځنګ
دا چې افغانستان په نړۍ کې هغه هېواد دی کوم چې نسبتاً د نړۍ نورو هېوادونو ته پرې يرغلونه ډېر کېږي او هر وخت له بل هر هېواد څخه زيات د بهرنيو يرغلونو سره مخ وي او د تاریخ په اوږدو کې يې هر يرغل ته غاښ ماتوونکی ځواب هم ويلی دی.
راځو د موضوع اصلي اړخ ته چې د يرغلونو لاملونه دي او دلته هغه لاملونه په ګوته کوو، چې له امله يې پر افغانستان باندې همېشه يرغلونه کېږي.
۱ــ دا چې د موقعيت له نظره افغانستان د د اسيا د لويې وچې د بام حيثيت لري، نو يرغلګر هم تل ځکه د دې هېواد د نيولو هڅه کوي چې له دې هېواد څخه د سيمې او اسيا هېوادونه ښه کنټرولېدلی شي او په اسانۍ ورڅخه پر اسیايي سيمو باندې احاکم چلېدلی شي. نو ځکه هر وخت له بهرنيو يرغلونو سره مخ وي.
۲ــ کله چې په نړۍ کې کوم هېواد د تخنيک، اقتصاد او زورواکۍ له امله په اصطلاح سوپر پاور يا سوپر طاقت شي نو بیا هڅه کوي چې خپل ټول زور په افغانستان باندې وازمايي او دغه قوم مات کړي تر څو نړۍ ته ځانونه وښيي چې موږ سوپر طاقت يو.
۳ــ په افغانستان کې مېش قومونه طبعاً له نورو وګړو څخه په غيرت، مېړانه، شهامت، ناموس او نورو مقدساتو کې مخکې او وړاندې والی لري، نو ځکه تل له يادو شويو مقدساتو څخه په پوره مېړانه دفاع کوي، د دې لپاره نو نورې نړۍ ته سر نه ټيټوي او نړۍ هم تل هڅه کوي چې دغه هېواد په خپل ګورت کې راولي او لکه د نورو هېوادونو يا پرې خپلې نظامي تګلراې عملي کړي او يا هم پرې خپلې فرهنګي تګلارې او يرغلونه عملي کړي.
۴ــ خو اصل لامل يې دا دی چې له کومه وخت افغانستان ته له عربو څخه مقدس دين (اسلام ) راغلی دی نو له هغه وخت بيا د دې هېواد په وګړو کې غيرت، شهامت، مېړانه او نور معنوي قوتونه نور هم تقويه شوي دي، نو ځکه يرغلګره نړۍ تل هڅه کوي چې دغه هېواد د ځان تابع وګرځوي.
۵ــ بله وجه او لامل دا دی چې افغانان تېر داسې تاریخ لري چې د تل لپاره د نړيوال او سيمه ييز قيادت وړتيا او استعداد لري او کله يې چې اوسېدونکو ته واک لاسته ورغلی دی نو هڅه يې کړې چې شا او خوا سيمه هم منظمه اداره کړي او له پرديو يرغلونو څخه يې وژغوري، چې دا عمل په يرغلګره نړۍ باندې بد لګېږي.
۶ــ افغانستان تېر تاریخ ته په کتلو سره بايد ووایو چې کله هم په کې کوم باشهامته شخص واکمن شوی نو د نورو سیمو مغلوبو مسلمانانو د مرستې لپاره يې وردانګلي دي، چې مثالونه يې ټولې نړۍ ته معلوم او څرګند دي لکه احمد شاه بابا چې کله واک ته ورسېدلو نو د وخت د لوی ولي او بزرګ شخصيت په غوښتنه يې د هند د شبې قارې مسلمانانو مرستې ته ورودانګل او قربانيو په بدله کې يې دغه مسلمانان د مغلو او نورو هندوانو له ظلمونو څخه وژغورل.
خو دا چې يرغلګره کفري نړۍ همېشه د مسلمانانو د لاندې کولو هڅه کوي نو د افغانستان دا ډول حالات ورته د زغملو وړ نه دي ځکه نو هڅه کوي چې تر ټولو ړومبی دغه هېواد لاندې کړي تر څو د نورو سیمو لاندې کول ورته اسانه او ارزانه تمام شي.
پورتني لاملونه هغه مشت نمونه خروار دي د کومو له وجې افغانستان همېشه له يرغلونه سره مخ کېږي او نشي کولی چې خپل سرنوشت او برخلي وټاکي.


















