کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲غويی، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان د قضيې د سياسي حل لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد افغانستان او سيمې ته خپل سفر بيا پيل کړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې نوموړی به په دې سفر کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، روسيې، قطر او بريتانيا هيوادونو ته سفرونه وکړي.
وروسته له هغه چې زلمی خليلزاد د افغانستان د قضيې د سياسي حل لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه وټاکه، د افغانستان د مسئلې د حل په اړه يې دا اووم سفر دی.
تر دې وړاندې يې هم په دې اړه د افغانستان او قطر په ګډون د سيمې او نړۍ بيلابيلو هيوادونو ته سفرونه کړي وو.
ټاکل شوې ده چې د نوموړي دا سفر به د راتلونکې مئ مياشتې تر يوولسمې نيټې پورې دوام وکړي.
یاده دې وي چې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين فرانس خبرې اژانس ته ویلي دي چې له امريکايانو سره د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې به ډېر تمرکز له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په څرنګوالي وي.
تر اوسه هغه دقيقه نېټه هم معلومه نه ده چې دا ځل به په قطر کې د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ ناسته کېږي.
تردې وړاندې امریکا دبین الافغاني کانفرانس پر ځنډ ژوره خواشیني ښودلې وه.
اوله ښکېلو خواوو یې ددائرېداغوښتنه کړې .


















