کابل ټکی کام ۱۸وږی/۱۳۹۴
راپور: محمد سميع سعادت
د النصر جبهې د سوریې په ادلیب ښار کې د بشارالاسد له پلویانو څخه د یوه پوځې هوايي ډګر لویه برخه نيولې.
د النصر جبهه چې سوریې که د اسد د رژيم تر ټولو پیاوړې مخالفه ډله ده، د ادلیب ښار ګوټي ختيځ کې د ابو ظهور لوی پوځې هوايي ډګر یوه لویه برخه تر خپل کنټرول لاندې راوستلې.
ویل کیږي چې د اوږدې مودې را هیسې په نوموړي هوايي ډګر باندې بريدونه پیل شوي وو، چې نن يي یوه لویه برخه د بشارالاسد پلویانو له لاسه ووتله.
د خبري سرچينو په استناد په دغه اوږده نښته کې د اسد وفادارو ځواکونو ته سخت ځاني او مالي زیان اوښتی، چې زیات شمير پوځیان ټپیان او وژل شوي او یو شمېر يي د جبهة النصرې لخوا ژوندي هم نيولي دي.
له بلې خوا د جبهة النصرة مسئولينو ويلي دي چې جنګ له دوه ورځو را هيسې په تیزۍ سره روان وو، خو د اسد د رژیم دغه جنګ پټ ساتلی وو، ترڅو د دوی خپل پلویان خوندي له سيمې پښې سپکې کړي.
د سیمي نه ورکړل شوي راپورونه ښیي چې د هوايي ډګر ډېری برخه د مخالفو ځواکونو لاسته لوېدلې، او د پاتې برخې د نيولو لپاره جګړه په شدت سره اوس هم روانه ده.
دغه راز په خبر کې راغلي چې د سختو بادونو او توپانونو له کبله د اسد رژيم ونه توانېدو چې د بمبار له لارې خپل مخالف لوری وځپي.
ادلیب ښارکې د ابو ظهور نظامي هوايي ډګر او دوه نور شعیه میشتي کلي د اسد ځواکونو لپاره درې مهمې نقطې وې چې یوه اساسي نقطه يي له لاسه ورکړله.


















