راپور: انصار
د درې کالو را هیسې له افغانستان نه اروپایي هېوادونو ته د افغانانو د کډه کېدو بهر زیات شوی دی.
د لسو کالو په پرتله څلور چنده افغانان له هېواده نورو هېوادونو ته په کډه شویدي.
افغان دولتي چارواکو د ډاکټر عبدالله د څرګندولو په تأکید ویلي دي چې په افغانستان کې د نا امینو او اقتصادی ستونزو له امله اروپايي هېوادنو ته په زرګونه افغانان روان دي چې تر اروپايي هېوادونو پورې په لاروکې د مرګونو له ستونزو سره مخ کیږي.
تېره ورځ په کابل کې د مسعود په یاد غونډه کې ډاکټر عبدالله وینا کوله، له افغانستان څخه يې د افغانانو په وتلو اندېښنه څرګنده کړه.
ډاکټر عبدالله د افغانانو له هېواده په وتلو د اندېښنې ترڅنګه وویل که دا حال وي افغانستان به مداخله ګرو هېوادونو ته خالي پاتې شي.

















