د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پرويز مشرف محکمې ته وړاندې کيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۸)
د پاکستان څخه ورکړل شوي راپورونه ښيي، چې د دغه هيواد پخوانی پوځي واکمن جنرال پرويز مشرف د غدارۍ په قضيه کې محکمې ته حاضريږي.
د مشرف وکیل سلمان صفدر د هغه د کورنۍ له قوله خبر ورکړی چې نوموړی به د مئ په لومړئ نيټه اسلام اباد ته ستون شي او په صفدر په وينا د همدې مياشتې په دوهمه نيټه به محکمې ته وړاندې شي.
د پاکستان محکمې پخوانی پوځي ولسمشر پرويز مشرف په ۲۰۱۴م کال کې د دغه هيواد په قانون ماتولو تورن کړ او نوموړی يې په همدې قضيه غدار وباله.
مشرف په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې د پاکستان قانون معطل کړی و چې محکمې نوموړی قانون ماتوونکی او مجرم بللی.
دغه راز په نوموړي د بينظير بهوټو او د بلوچستان د پخواني وزير اعلی اکبر بکټي دعوی هم دي چې محکمې ته وړاندې شوي دي.
مشرف په ۲۰۱۶م کال کې د ناروغۍ لپاره دوبۍ ته تللی چې د پاکستان د محکمې په غوښتنه هم نه دی ورستون شوی او کورنۍ يې ويلي و چې لا يې ناروغي نه ده ختمه شوې.
د قانون پوهانو په وينا، د یوه هيواد د قانون ماتولو جرم د هيواد سره غداري بلل کیدای شي چې سزا يې عمر قيد او يا اعدام دی.



