د وزن کمولو لپاره روزانه څومره ورزش کول اړين دي؟ څيړنه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۸)

تر دې وړاندې به مو د وزن کمولو لپاره درمل کارولي او بيلابيلې لارې ازمويلي وي خو دا ځل څيړونکو د وزن کمولو ډيره اسانه او بې مصرفه لاره موندلې ده چې د ډير وزن لرونکي کسان کولای شي په اسانۍ سره خپل وزن کم کړي.

څيړونکي وايي، فزيکي فعاليت نه لرل د ډول ډول ناروغيو او د اضافي وزن لرلو لامل ګرځي خو که څوک هره ورځ لس منټه وګرځي نو د وزن په کمولو کې مثبت اغيز لرلای شي.

د برطانيې ساينسدانانو د يوې څيړنې په پايله کې موندلې که د ډير وزن لرونکي کسان روزانه لس منټه وګرځي نو له چاغوالي به خلاص شي.

ډاکټر یوشيرو هنټانو وايي، د ځان متحرک ساتلو لپاره ګرځيدل (walking) ډيره ساده او سانه طريقه دی چې په دې سره زيات وزن کميږي او بدن صحتمن وي.

نوموړی وايي، په تيز قدم وهلو سره په زياته اندازه (کيلوريز) استعماليږي او په زړه باندې د دې له کله مثبت اغيز پريوزي نو د وزن کمولو لپاره په ساعتونو ساعتونو مزل ته اړتيا نشته یوازې هره ورځ لس منټه ګرځيدل (walking) ورته کفايت کوي زياتوي دغه لس منټه به په دومره تيزۍ سره ګرځۍ چې تاسې پکې لس زره قدمونه ګرځيدل وکړئ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button