کینټ مکېنزي: د ایران په ضد به په خلیج کې ګډه جبهه جوړه کړو

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۸ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ یو ځل بیا اړیکې سره خړې پړې شوي او د امریکا لخوا په ایران ډول ډول فشارونه زیات شوي دي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ عمومي قومندان جنرال کینټ مکنزي هم د ایران په خلاف توندې څرګندونې کړي دي.

د مکنزي په وینا چې دوی هڅې پیل کړي ترڅو په خلیج کې د خپلو دوستو هیوادونو په مرسته د ایران په ضد یو قوت رامنځته کړي.

ده همدا راز ویلي چې د ایران په خلاف او د هغوی د اقداماتو په وړاندې هر ډول امکانات لرو او د ایران مخه ډب کولای شو خو ایران هر ځل د امریکا لخوا پر دوی فشارونه او بندیزونه بې ځایه بولي او وایي چې دا به په دوی هېڅ اثر ونه کړي.

امریکا د ایران د تیلو په صادرولو هم بندیز لګولی دی خو ایراني چارواکي وایي چې دوی به د خپلو تیلو صادرولو ته همداسې دوام ورکړي.

چین او ترکیې د امریکا دا اقدام غیر مناسب بللی دی او دا یې د سیمې د بې ثباتۍ یوه هڅه بللې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button