دایران دبهرنیوچارو وزیرجواد ظریف شمالي کوریا ته ځي

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۸ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په پام کې لري چې ډېر ژر شمالي کوریا ته لاړ شي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې جواد ظریف ویلي چې ډېر ژر به د خپل سفر نېټه اعلان کړي خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي په ډاګه کړي.
ایران او شمالي کوریا هغه هېوادونه دي چې د امریکا د بندیزونو پر وړاندې مقابله کوي.
امریکا له دې امله پر ایران او شمالي کوریا بندیزونه لګولي دي چې دواړه هېوادونه د اټومي وسلو له پروګرامه راوګرځوي.
خو دواړه هېوادونه لا هم د امریکا د بندیزونو پر وړاندې مقاومت کوي، داسې ګنګوسې دي چې ایران او شمالي کوریا دامریکا خلاف په یو هر اړخیز قوت کار کوي، ترڅو وکولای شي امریکا دخپلوغوښتنو منلو ته اړ باسي.


