زلمي خلیلزاد له اجرائیه رئیس سره کتلي

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۸ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپل شپږم سفر په ترڅ کې کابل ته راغلی او دلته یې له چارواکو سره کتلي دي.

تیره شپه یې په ارګ کې له ولسمشر غني سره ولیدل او د خپل سفر راتلونکی جریان یې ورسره شریک کړ.

نوموړي د خپلو لیدنو په بهیر کې له اجرائیه ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي او د افغان سولې په اړه یې خبرې ورسره کړي دي.

عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې ویلي چې افغان حکومت د سولې د خبرو پوره ملاتړی دی، خو د سیاسي شنونکو په باور چې افغان حکومت د سولې د هڅو سبوتاژ کوي.

سیاسیون او سیاسي تحلیلګران د قطر د بین الافغاني کنفرانس د لغوه کیدو پړه هم په افغان حکومت وراچوي.

خلیلزاد په داسې حال کې کابل ته راغلی چې سبا د ثور په ۹مه نیټه لویه مشورتي جرګه هم جوړیږي.

باید وویل شي چې په لویه جرګه کې د ولسمشریزو ټاکنو مخکښو نوماندانو او همدا راز یو شمیر نورو سیاسي څیرو هم د نه ګډون خبر ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button