قاتل ولسمشر د مظلوم ملت پر خلاف لويه جرګه جوړوي!!

غورځنګ

د ولسمشر غني د واکمنۍ له پيل څخه تقريباً پنځه کاله په بشپړېدو دي. خو ولسمشر بیا پر ملت د واکمن کېدلو ښه کلک هوډ لري، نو د دې په خاطر يې لويه جرګه هم راغوښتې تر څو د ده لپاره جمهوري رياست مشروع او جايز وګڼي.

خو ملت بیا د ولسمشر له واکمنۍ څخه تر دوو سپږمو راغلی او هر وخت به پخپلو ښېراوو کې ولسمشر په بدو يادوي او وايي چې د ده دوره دې خدای ژر ختمه کړي تر څو ملت لږ د ارام ساه واخلي. خو دا چې ولسمشر يو ځل بيا د لويې جرګې تر نامه لاندې د خپل مشورتي ټيم راغونډېدل اعلان کړي دي او هڅه کوي چې ياده جرګه د ده لپاره د واک د تمديدېدلو غوښتنه وکړي.

که څه هم په نړۍ کې دا مشهوره ده چې ولسمشر غني د خپل ملت قاتل ولسمشر دی او ملت يې د ده پر وړاندې مظلوم او مقتول دی، خو دی بیا دا ډول ادعاوې ردوي او وايي چې نه، زه منتخب جمهور رئيس يم او د ملت په غوښتنه او رائيه واک ته رسېدلی يم، په داسې حال کې چې څو مياشتې وړاندې يې په خپله په رسنيو کې وويل چې زما په واکمنۍ کې تقريباً د څلوېښتو زرو خوا او شاه سر تېري وژل شوي دي.

مګر د پورتنيو خبرو تر څنګ بیاهم کله کله ولسمشر او فسبوکي ټيم يې د افغانستان د ولسمشرتوب ادعاوې کوي او وايي چې زه منتخب ولسمشر يم.

 نو راځئ! چې د ده په دوره کې هغه ظلمونه او وحشتونه په ډاګه کړو کوم چې نېغ په نېغه د ده په غوښتنه د امريکايي او ناټو لخوا پر افغانانو باندې تر سره شوي دي:

تقريباً کال خوا او شا مخکې چې په قندوز کې يوه تاريخي او ښکلې مدرسه په داسې حال کې بمبارد شوه چې  د دستاربنديو مراسم په کې تر سره کېدل او په دغو مراسمو کې د ګډونکوونکو په شمول تقريباً دوه سوه تنکي ماشومان شهيدان شول، چې له بريد وروسته په ټوله نړۍ کې د امريکا په خلاف غبرګونونه راوپارېدل او سمدستي امريکايانو اعلان وکړ چې دا بريد د افغان حکومت په غوشتنه تر سره شوی دی، خو غني او ټيم يې بيا هم دغه بريد ته دلائل تراشل. او ويل يې چې نه، په دې بريد کې وژل شوي ټول نظامي طالبان دي.

نو اوس بايد ووايو! چې د  غني که هغه بريد په ياد وي آيا ملت به د ده په قاتلانه جرګه کې ګډون وکړي؟؟ او بيا به ده ته د واک د تمديدېدلو زړه هم ښه کړي؟؟

کله چې په تېرو مياشتو کې د کاپيسا په بدراب نومي سیمه کې تاريخي سل کلنه مدرسه بمبارد شوه، او کله چې حقايق راوسپړل شول نو پر مدرسه باندې دا بريد هم د ولسمشر په غوشتنه ترسره شوی وو، نو آيا ولس به د ده د واک تمديدېدلو ته نور هم زړه ښه کړي؟؟ مقتول ولس به د قاتل ولسمشر د واک د تمديدېدلو غوښتنه ومني؟؟

او داسې به ووايي چې دا زمونږ رئيس جمهور دی؟؟

دا دوه درې ورځې کېږي چې يوه انځور په رسنيو کې ښکته پورته کېږي، په انځور کې ليدل کېږي، چې يو پلار او يو زوی د ايم بي ټانګ په مخه باندې ناست دي او يوه بل زوی يې په ډېره بې رحمۍ سره په شهادت ورته رسولی دی او د دواړو مخې ته يې اچولی دی، چې داسې چلند په ټوله کې له يوه څاروي سره هم هېڅکله نه دی شوی، نو په داسې حال کې به بيا هم ولس لېونی وي او که سترګې به يې پټې وي چې د قاتل ولسمشر د واک د تمديدېدلو غوښتنه به کوي؟؟

او که نه ولس به په خپلو مرګونو باندې ناخبره وي؟؟ او يا به هم خپل مرګ پېژني نه؟؟

دا چې سبا د ثور د مياشتې په نهمه نېټه ولسمشر د لويې جرګې د جوړېدلو په اړه اعلان کړی دی او له دې جرګې څخه يې هدف هم همدا دی چې د ده د واک د اوږدېدلو غوښتنه وکړي او يا هم د ده هر ډول جنايات او کړنې وستايي.

خو بايد ووايو چې دا ډول غونډې هېڅکله هم د يوې سالمې رهبرۍ نماينده ګي نشي کولی او نه هم په دې ډول غونډو کې د هېواد اصلي وګړي ګډون کوي بلکې هغه څوک چې په فسبوک کې د غني هر ډول جنايت ستايي او په خارجي ملکونو کې اوسېږي، دا ډول خلک چې نه نواميس پېژني او نه يې هم قدر لري، نه هېواد پېژني او نه هم د هېواد ملي نواميسو ته څه اهميت ورکوي او نه خو چېرته په خپل ناموس دردېږي، نه هم چېرته ناموس پېژني بلکې يوازې کفري هر ډول جناياتو ته چې په افغانستان او نوره اسلامي مظلومه نړۍ کې د ظالمانو لخوا تر سره کېږي؛ دلائل تراشي.

خو ولسمشر بايد دا غيور ملت پخپله پنځه کلنه موده کې پېژندلی وي چې د هيچا غلامي هم نه مني او نه هم چا ته خپل انتقام او غچ پرېږدي بلکې په زغرده خپل انتقام له خپلو او پرديو ټولو څخه اخلي، نو دی دې هم په داسې ډول جرګو باندې نه نازېږي.

او نه هم په داسې جرګو چې کوم خلک ګډون کوي، د افغان ولس نماينده ګي کولی شي بلکې هغه د نايټ کلبونو او د  نورو فحاشيو د کلبونو مينان دي چې هېڅکله هم ولس ورته په افغانيت او اسلاميت قائل نه دی بلکې دغه ډول خلک خپل ولس رټلي دي او له خپلې غيورې ټولنې يې شړلي دي،

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button