(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۹)
د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عمليات کړي چې د ځايي اوسيدونکو په وينا ملکي خلکو ته يې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
دغه عمليات تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط لمن بازار ته څيرمه کلي کې ترسره شوي دي.
ځايي اوسيدونکي وايي، عملياتي عسکرو يې اته کورونه ويجاړ کړي، له ځينو کورونو يې د پلټنو پر مهال قيمتي مالونه او پيسې وړي دي.
دوی زياتوي، په دغه عملیاتو کې ديارلس ملکي وګړي وژل شوي چې د ځينو نومونه يې (محسودخان،عبدالولي، محمدرسول،نجیب خان، محمدعلي، جلندر،شیربادخان،مولوي شمال اونورمحمد) دي.
ځايي خلک وايي، دغه وژل شويو ملکيانو له هيڅ کومې ډلې سره اړيکې نه لرلې او ډیرو يې په سعودي عربستان کې مزدورۍ کولې چې تازه تازه خپل هيواد ته راستانه شوي و.
د پکتیکا امنيتي چارواکي هم تاييدوي چې په یاده سيمه کې د ځانګړو ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات شوي په وينا يې دغه عملیاتو کې ديارلس وسله وال وژل شوي دي.
خو سيمې ته نږدې باوري سرچينې وايي، د عملياتو پر مهال له لسو زيات کسان وژل شوي چې ټول ملکيان دي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي، دغه عمليات په ملکي ميشت ځايونو ترسره شوي په وينا يې دا یو جنایت دی او ټول ملکيان پکې وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوناما دفتر په خپل وروستي راپور کې ويلي و چې تر ډيره ملکي مرګ ژوبله د ګډو ځواکونو په عملياتو کې رامنځته شوې ده.
د دولت پورې اړوند او بهرني ځواکونه هره شپه د هيواد په بيلابيلو ليرې پرتو سیمو کې شپني عمليات کوي چې په ترڅ کې يې ډيری مهال ملکي خلک په نښه کيږي او زيات مالي او ځاني زيانونه ورته اوړي.


















