لویه جرګه سبا پیلیږي، مخکښ نوماندان او د حکومت سیاسي مخالفین پکې ګډون نه کوي

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۸ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

ټاکل شوې ده چې سبا (دوشنبه)د ثور په نهمه نیټه به په کابل کې مشورتي لویه جرګه پیل شي.

دا جرګه د افغان حکومت لخوا جوړیږي، ویل کیږي چې د سولې او د روانو حالاتو د پای ته رسولو په اړه به بحث پکې کیږي.

په جوړېدونکې لویه جرګه کې د افغان حکومت ټولو سیاسي مخالفینو د نه ګډون پرېکړه کړې او همدا راز د ولسمشریزو ټاکنو ۱۲ مخکښو نوماندانو هم پکې د نه ګډون اعلان کړی دی.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ویلي چې ولسمشر غني لویه جرګه د خپلو کمپایني هڅو لپاره استعمالوي او همدا راز په وینا یې چې روانه لویه جرګه د سولې د روان بهیر د سبوتاژ هڅه ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د لویې جرګې د ځنډولو غوښتنه کړې او وایي چې دا جرګه به په اوس وخت کې کومه فایده ونه کړي.

طالبانو هم دا جرګه رد کړې ده او د یوې ډرامې نسبت یې ورته کړی دی.

دوی ویلي: “د اشرف غني شړیدلی او مړژواندی رژیم ته نور هیڅ ورپاته نشول نو اړ شو چې د لويې جرګې په نامه یوې ډرامې ته پناه وروړي ؛ ډاکټر نجیب هم په هغو شیبو کې چې رژیم یې د کوما او سقوط په حالت کې وو د ملي پخلایني په نامه لویه جرګه جوړه کړه ؛ خو کوم درد یې پرې دوا او ځان یې له نسکوریدو ورباندي ونه شو ژغورلای.”

د سولې د عالي شوري مشر کریم خلیلي او مرستیال یې دین محمد هم له لویې جرګې څخه بایکاټ اعلان کړی دی.

د سوشل میډیا اکثره سیاسي او ټولنیزو فعالینو هم لویه جرګه پسخند کړې او په اړه یې وایي چې دا لویه جرګه نه ده، د سولې په ضد یوه هڅه ده.

واشنګټن میشتی افغان سیاسي تحلیلګر واحد فقیري د لویې جرګې په اړه په خپل ټویټر لیکي: ” ‏داسي ښکاري چي د اشرف غني قلابي مشورتي لویه جرګه هره ورځ لا بې عزته کېږي. که چیري حالات همداسي روان وي، ښايي په آخر کي یوازي غني او دار و دسته يې د جرګې په خیمه کي توپ ډنډ‌ه او مردکي سره وکړي. بلخوا، د قطر بین الافغاني مجلس راتلونکی دی، او دا به غني لا لړزانه او ناړامه سي.”

د لویې جرګې د چمتو کوونکې کمیټې غړي وایي چې دوی د جرګې له مخالفینو سره غږیدلي خو کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button