د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې له ملابرادر سره کتلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۱)

د اندونيزيا هيواد د بهرنيو چارو وزيره ريتنو ليستاري د يوه هيئت په مشرۍ قطر ته تللي او هغه هيواد کې يې د اسلامي امارت له مرستيال ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د اسلامي امارت سياسي مرستيال او په قطر کې د سياسي دفتر مشر پرون د سې شنبې په ورځ د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې سره او یوه هيئت سره کتلي دي.

د مجاهد په وينا، په دغه کتنه کېد د دواړو خواوو تر منځ د افغانستان د مسئلې په سوله ييز حل او امريکا سره د طالبانو د مذاکراتي ټيم په روانو مذاکراتو خبرې شوي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې ملابراد او د اندونيزيا وزيرې د بين الأفغاني کنفرانس د لغوه کيدو په لاملونو هم غږيدلي زياتوي دواړو خواوو د خپلمنځي اړيکو په پراخيیدو ټينګار کړی.

د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې ويلي، که اړتيا شوه نو هيواد يې د افغانستان سولې مسئله کې مثبت رول لوبولو ته چمتو دی.

په وروستيو کې د یو شمیر هيوادونو استازي قطر ته د افغانستان د اسلامي امارت سياسي مرستيال ته ورغلي او له هغه سره يې د افغانستان سولې په تړاو خبرې کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button