ننګرهار: جلال اباد کې دينې عالم او یو سپين ږيری وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۱)

د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار اړوند سيمو کې د نامعلومه وسله والو په ډزو یو ديني عالم او یو سپين ږيري تن وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګياڼی وايي، نن سهار د بهسودو ولسوالۍ د بلندغر د جامع مسجد ملا امام د نامعلومه وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

دغه راز نوموړی وايي، د جلال اباد ښار پنځمې ناحيې مربوط په انګور باغ سيمه کې هم د نامعلومه وسله والو په ډزو یو تن وژل شوی او بريدګر په تيښته بريالي شوي دي.

تر اوسه د دغه دواړو بريدونو پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.

په وروستيو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې ډیرې شوي چې ښاريان يې اندېښمن کړي دي.

شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم د يوې سيمه ييزې راډيو خبريال د نامعلومه وسله والو په ډزو ويشتل شوی و چې د درملنې لپاره کابل ته وليږدول شو.

نه یوازې عام وګړي د دغه بريدونو هدف ګرځي بلکې په دغه ښار کې وخت ناوخت په سوداګرو او پانګه والو هم وخت ناوخت بريدونه کيږي او امنیتي ستونزې ورته پيښيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button