لویه جرګه که شخصي جرګه

ډاکټر یوسف اکبري

د امریکا په لاس د تزویر له لارې د قدرت په ګدۍ کښینول شوي اشرف غني ډیر بې ځایه او د مطرحو سیاسي کرکټرونو او کړیو د لید او سوچ او د سولې په اړه د سترګې په  لار افغانانو د نظر خلاف یوه داسې جعلي مشورتي جرګه راوغوښته چې له ده او د دوه مخی استاد سیاف پرته پکې نور راغلي افغانان یا د تالي څټي حکومت تالي څټي او یا هغه حاشیې ته شوي کسان ښکاري چې ایله په دې شلو کلونو کې چیرته په جرګه کې یې د ګډون چانس په برخه شو.

 نو ځکه ویلای شو چې یاده جرګه د موخې او کړنو له مخې یوه داسې مشورتي جرګه ده چې مسیر یې مجهول دی چې پریکړې به یې معلومې قضیې او موخې په د غشي ښکار کوي.

یاده جرګه چې د هیواد په تاریخ کې بې ساری ولیدل شوه ځکه چې سیاسیونو یې په ټینګه مخالفت کړی او یوه بېهوده ناسته یې بللې ده خو یواځې د ارګ په ګدۍ په جعل سره ناست د قدرت په نیشه کې مست واکمن هسې په نوم متفکر په یوه استبدادي فکر جوړه شوې ده.

ځکه نو شنونکي وایي چې دا ډول جرګه دومره ګټوره او د اهمیت وړ نده لکه څومره یې چې د جرګې طراح اشرف غني او د هغه تالي څټي دلالان چې ورته پروپاګنده کوي ځکه چې خپل هغه اصالت چې د افغانستان حقیقي لویه جرګه یې لري په مکمل ډول له لاسه ورکړی.

 نو معلومه خبره ده چې پایلې یې منفي بریښي او منفی به وي ځکه چې داسې معلومیږي چې دا جرګه یواځې او یواځې د سولې پر وړاندې د سرو کرښو پر محور څرخي، ارګ او د جرګې دلالان داودزئ، امرخیل، مسلمیار، ابراهیمي او پخپله استاد سیاف په داسې یو میدان کې د ملت پر وړاندې هیڅ ډول ځواب او توجیه نلري د شرم ځای دی چې دغسې ډول په جعل سره شهرت ته رسیدلي اشخاصو پکې نور هم د ملت بر وړاندې ځانونه سپکه وړۍ کړل.

له اشرف غني نیولې تر سیافه او پوره نور څو د ګوتو په شمیر کسان د امریکایانو معلوم الحال دلالان دي چې له تیرو ۱۸ کلونو راهیسې یې امریکایانو ته هر ډول دلالي کړي او د دلالۍ له برکته یې ځکه تر ننه په قدرت کې پریښي دي.

نو ځکه دې جرګې ته لویه جرګه نه بلکې یواځې او یواځې د امریکا د دلالانو جرګه ویلای شو او بس.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button