میدان وردګ: د واده په مراسمو هاوان مرمۍ لګیدلې، ۷کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام ( چار شنبه، ۱۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د میدان وردګو ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې د واده په مراسمو د هاوان مرمۍ لګیدلې او ۷ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا پیښه د سیداباد ولسوالۍ په شش کلا نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

په پیښه کې ۲ ښځې وژل شوي او د ۵ تنو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د میدان وردګو ولایت د والي ویاند محب الله شریفي د پیښې تائید کړی او زیاته کړې یې ده چې د پیښې پلټنې یې پیل کړي دي

د دې پیښې عاملین لا هم نه دي په ډاګه شوي خو ډیری وخت داسې پیښې د امنیتي ځواکونو د بې هدفه فایرونو له امله رامنځته کیږي.

دا لومړی ځل نه دی چې داسې پیښه رامنځته کیږي بلکې څو ځله وړاندې هم ورته عمل تکرار شوی خو حکومت یې د مخنیوي هڅه نه ده کړې

څو اونۍ وړاندې په غزني کې د ملا نوح بابا په لیسه هم د امنیتي ځواکونو لخوا توغول سوی هاوان ولګید چې ۲۱ ماشومانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button