طالبانو ملا فاضل د مذاکراتي ټیم د مرستیال په توګه ټاکلی دی

کابل ټکی کام ( چار شنبه، ۱۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

 

طالبانو له امریکایي لوري سره د خپل مذاکراتي ټیم لپاره ملا فاضل اخوند د مرستیال په توګه ګمارلی دی.

ملا فاضل اخوند د طالبانو له مخکښو او مهمو مشرانو څخه ګڼل کیږي او د طالبانو د بسنټګر ملا محمد عمر مجاهد له نږدې ملګرو څخه دی.

نوموړي ګوانتنامو زندان هم تیر کړی چې څو کاله وړاندې د یو امریکایي جنرال بوبریګډال په سر له څلورو تنو نورو مهم طالب مشرانو سره تبادله شو.

نن په دوحه کې د طالبانو او امریکانو ترمنځ شپږم پړاو خبرې پیل شوي دي.

د خبرو تر پیل مخکې زلمي خلیلزاد او د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدلي.

د طالبانو د راپور له مخې ملا برادر اخوند له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې واضحه کړې چې په دې ځل خبرو کې به د تیرو غونډو په تعقیب په همهغه دوو موضوعاتو خبري کیږي او په وینا یې چې تر دې وړاندې نورو خبرو ته نشو داخلیدلای.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button