کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۱۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
دهند پولیس خبر ورکوي چې دوه افغان چارواکي یې له ازبکستاني نجونو سره دجنسي خدماتو په یوکور کې د اړیکو په تور نیولي دي.
دوی وايي، دا دوه کسان چې هریو لکه محمد عمر ارین د مخابراتو وزارت د تفتیش برحاله رییس او اجمل هوډمن د حقوق پوهانو د شبکې مرستیال دي.
ټایمز اف انډیا لیکلي چې دغه دوه تنه د ګوا ښار کې د دوشنبې په شپه نیول شوي دي.
یو افغان حقوق پوه روح الله ویلي، که دوی رسمي تللي وي او دیپلوماتیک پاسپورت ولري، نو بیا موضوع توپیر کوي، خو دی فکر نه کوي چې دوی به په رسمي سفر تللي وي.
دمخابراتو اوټیکنالوجي وزارت وايي، چې په دې اړه تراوسه دوی ته کوم خبر ندی رسېدلی.

















