امین وردګ
ملي مشورتي (لویه ولسي) جرګه مو د غنی ابتکار له برکته د زناکارۍ او عشقبازۍ په سالو کې و نغښتل شوه.
-موږ پوهیږو چې غربیانو دلته د شطرنج لوبه پیل کړې.
-غله ته لاره ښيي او د مال څښتن ته د غله پلونه.
د افغانانو په تاریخ کې د ټولو عنعناتو په پرتله ملي مشورتي جرګه لوړ مقام لري.
پخوا به تر ټولو سترې ملي مسئلې د قامونو ((اصيلو او ریښتینو)) مشرانو له همدغې لارې حل کولې؛ ځکه خو به جرګه یوه ستره ملي حل لاره بلل کېده.
هو! ملي جرګه به د سرو او سپينو تر خښتو هم ارزښتمنه وه، دا همغه د مینې نازنینه ناوکۍ وه چې د ورېښمو په ټوکر کې به نغښتل کېده.
خو دا مینه ناکه پېغله یې توره کړه.
ددغې نازنینې ناوکۍ په لمن یې تور داغونه راته کېښوول.
…..غټ په ګلونو پوښلی سالون لومړی د راغلو اغلو لپاره په ګروپونو رنګین شو، بیا سرې او سپینې په رنګ او رنګ جامو کې ورته را دننې شوې؛ داسې به سره غاړې غړۍ کېدلې چې تا به ویل د نکروزو شپه ده.
د هرې دنګې نجلۍ په لاسو کې به لوړ ماډل ټیچ تلیفون تر سترګو کېدلو ؛ چا به فیسبوک پکې کارولو، چا ګوګل؛ ځینو به سلفي پکې اخیستل او چا د نورو انځورونه.
غنی بابا !؟ نو ښه پکې خوشال ؤ.
دلته چاته د افغان معصومو وینو یاد نه ؤ پاتې.
دلته هغه کوکارې هېرې شوې وې چې وړوکو ماشومانو به په نیمه شپه د غربي ځناورو تر پلیتو بوټونو لاندې کولې.
دلته د یتیم سپېرې شونډې چاته نه یادېدلې.
په دغه انډوخر کې سپينږیري او ځینې ملایان هم ور ګډ شوي وو؛ چا به نسوار په خپل خیرن څادر کې توف کول، څوک به په څوکیو د تکیو له خوا ورختل، چا به غوښې او مېوې په جیبو کې اچولې، چا به خپلې غوټې تر میزونو لاندې اېښوولې وې او اې! ځینو خو بیا ښه خوبونه هم پکې پوره کړل.
جرګه نه وه سم د مندړشاه واده ؤ.
ښه نو!
ماخو په دغې اتڼ کې کوم ولسي سرکښ و نه لید.
داسې څوک مې پکې تر سترګو نشو؛ چې ملي مصلحت یې د شخصي ګټو قربان کړی نه وي.
خو نه …
باباګانو عشق او خوب پکې کولو، مګر! نجونو تجارتي اعلانات.
اخ زما وران وطنه!په حال دې ژړا پکار ده. ولې دومره خوار شوې؟
دا د چا آزار دی؟
هر څه خو دې وو مسخره شوي؛ چې اوس یې دې د ملي مصلحتونو کور هم د عیاشۍ او فحاشۍ کلب درته جوړ کړ.
جرګه مرګه نشته! عشقبازي ده پکې او شیطاني اعلانات.
د قدرت انحصار ته خورجینه پکې بخۍ کيږي.
سپک خلک به هېڅکله هم درانه نشي.


















