(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۲)
د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړی استازی قطر ته رسيدلی او په هغه هيواد کې يې د اسلامي امارت له سياسي مرستيال ملا برادار سره کتلي دي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي وياند سهيل شاهين له لوري رسنيو ته په ليږلې اعلاميه راغلي، چې د آلمان د ځانګړي استازي مارکس پوتزيل او ورسره لوړپوړي هيئت يې پرون د (چهارشنبې) په ورځ د قطر په مرکز دوحه کې ليده کاته کړي.
اعلاميه زياتوي، په دغه ليدنه کې د افغانستان د مسئلې په سوله ييز حل، له امريکايانو سره په روانو مذاکراتو او د ملکي تلفاتو په مخنيوي خبري شوې.
دواړو خواوو په دې ټینګار وکړ چې په هیواد کې سوله د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه ده او د افغانستان د مسئلې حل لپاره باید له موجوده فرصتونو څخه استفاده وشي.
په اعلاميه کې راغلي، د المان ځانګړي استازي د سولې په برخه کې د خپل هيواد د مرستې او مثبت رول لوبولو ډاډ ورکړی.
وړمه ورځ په قطر کې د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې هم د اسلامي امارت له سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر سره د سولې او د افغانستان د روان وضعيت په اړه خبرې کړې وې.
له تيرو شاوخوا دوو اوونيو راهيسې د ګڼو هيوادونو استازي او لوړپوړیو چارواکو په قطر کې د طالبانو د سياسي مرستيال سره کتنې کړي دي.
پرون د چهارشنبې په ورځ د طالبانو او امريکا تر منځ شپږم پړاو خبرې پيل شوي چې د رسمي سرچينو په وينا، له دغه ناستې مخکې د سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د اسلامي امارت له سياسي مرستيال ملابراد سره کتلي دي.


















