لیکوال: جعفر عمریار
داعش پورې تړلې وېبپاڼې الفرقان د دغې ډلې د مشر نوې اتلس دقیقه یيزه وېډیو د ( فی ضیافة الخلیپة) تر عنوان لاندې خپره کړې چې په کې د دې ډلې مشر ابوبکر بغدادي د لوچکۍ په نوي انداز سره خبرې کوي.
بغدادي په وېډیو کې په پاکستاني نکریزو نیمه ککړه ګڼه ږیره، سپین رنګه افغاني سټایل واسکټ او دوه بالښته څنګه ته اېښي، خبرې کوي.
که د بغدادي د خبرو سټایل، کښېناستي، کوټه کې ورسره ناستو مخامخ دریوکسانو او د ده د خبرو مینځپانګې ته په ځیر وکتل شي، دا به ترې جوته شي چې بغدادي او ټیم یې له پرله پسې ماتو خوړلو وروسته له سره په نوي فارمټ کې ظهور کړی، داسې مالومیږي چې دې ډلې له اسمان څکو لوړو شعارونو تنازل کړی وي، د بغدادي په خبرو کې نه هغه پخوانی جوش، نه یې هم په لاس لوکس سویسي ګړۍ مالومیږي، نه هغه د موصل د جومات د منبر لرګینې زینې شته چې دغه خیالي خلیپه په ناز ناز پکې ورپورته شي، ځنډ وکړي او بیا په خبرو پیل وکړي.
نه یې هم په وړاندې هغه بې برخلیکه او دربدره ولاړ لمونځ کوونکي شته چې دی ورته په آمرانه انداز خطاب وکړي، نه هم هغه (فول اچ ډي) درې بعدي کامره شته چې له درې ګونو زاویو یې څېره واړوي راواړوي او پر مخ یې د ځلاوو فوکس وکړي. یو بېل بدلون مالومیږي هغه دا چې د بغدادي وزن داځل ډېر شوی، ږیره یې سپینه شوې، خو سره له دې ټولو بیا هم دغه کوږ او کیڼ سرتنبه خپل ځان خلیپه بولي.
په دې خبرې نه کووم چې بغدادي او ډلې یې کوم پړاوونه تېر کړل او په څه ډول له خپل اصلي مسیره منحرف شول، اما یواځې دا یادونه اړینه بولم چې بغدادي او ډلې یې په عراق کې له بې درېغه وژنو زړه سوړ نه شو، د عراق ګاونډ شام ته یې خپل لاسونه ور اوږده کړل، د شام ګټل شوی انقلاب یې دړې وړې کړ، کلابند دمشق یې د مجاهدینو له منګولو خلاص کړ.
په لس ګونو زره مهاجر او انصار مجاهدین یې په وینو ولړل، په دې یې هم زړونه ساړه نه شول. یمن، لېبیا، مالي، پاکستان حتې زمونږ ټاټوبي ته یې لاس را اوږد کړ، هغه نادودې یې وکړې چې د دې پېړۍ خونخوارو سوداګرو یې هم له کړنو بې زاري وښوده.
دوی پخپلو رسمي فتواوو هغه جهادي علماء او مشران تکفیر کړل چې دوی خپله ترې د توحید، ولاء او براء درسونه زده کړي وو، په منځني ختیځ، افریقا او افغانستان کې یې ډېری مخلص مجاهد مشران په غدر او خیانت سره ترور کړل. تکفیر خو یې داسې عام، هر اړخیزه او پرېکنده وو چې په ښېګڼو، فضایلو او فرایضو یې هم خلک تکفیر کړل؛ حتی له ګوته په شمېرملاتړو پرته یې ټول امت تکفیر کړ.
د دې ډلې له راټوکېدو سره یو ځای علماوو، جهادي مشرانو، دعوتګرانو او نورو مخلصینو په مکرر ډول د اصلاح او خیر ښېګڼې هڅې پیل کړې، اما دا هرڅه ځکه بې پایلې وو چې نور نو اوبه له ورخه تېرې وې؛ حتی همدغه منځګړي مخلصین خپله یا د دې ډلې نظامي موخې وګرځېدلې او ترور شول یا له پرله پسې هڅو وروسته نا هیلې کښېناستل.
نوموړې ډله په عراق او سوریه کې پرځینو سیمو لکه موصل، فلوجه، تکرېت پالمیرا او رقې باندې د لږ وخت لپاره واکمنه شوله، چې نوموړې سیمې هم مجاهدینو ورته له جګړې پرته پرېښودلې، دې سره د دې ډلې غرور له کنټروله ووت، خپلې تر واک لاندې سیمې یې د اسلام دار ونومولې، خپل مشر یې د امت خلیفه او له خپل واک د باندې سیمو ته یې د کفر او دار الحرب خطاب وکړ. البته نه غواړم چې په خلافت، دارلاسلام، دارالحرب او دې ته ورته مفاهیمو خبرې اترې وکړم، اما یواځې یوه خبره یادووم هغه دا چې داعش د عزیز اسلام له کرامت او عزته ډک مفاهیم لکه: خلافت، خلیفه، دارلاسلام، بیعت او ولایت نړیوالو ته په ډېره بده څېره ور معرفي کړل.
الله سبحانه و تعالې بغدادي او ډله یې په ډېر سخت امتحان سره و ازمویله، یو پر بل پسې یې ټولې سیمې په عراق او سوریه کې له لاسه ووتې، مشران یې ووژل شول، په نوره اسلامي نړۍ کې یې ډېری ملاتړو ډلو بېرته برائت ځينې اعلان کړ.
په افغانستان کې د امریکایې او افغان استخباراتو په مټ دې ډلې ته هوایي دهلیزونه پرانیستل شول په شمال، جنوب، لویدیځ او ختیخ کې ورته ځمکني بسترونه چمتو شول، په امریکايې ام فوراو ام شپاړس ټوپکو، ام نه څلوېښت پیکاوو ډک کانټینرونه په مرکزونو کې ورته خالي شول؛ خو د اسلامي امارت په حکیمانه درایت سره یې د امریکا د هوایي بمباریو او ننګونو سربېره په جنوب، لویدیځ او شمال کې ټغر ورټول شو. د هېواد په شمال کې یې جرړې له بېخه وروایستلې؛ اما ځینې پاتېشوني یې بیا هم د هوایي دهلېز له لارې د امریکایي طیارو په مټ بچ شول. د هېواد په ختیخ کې یې مجاهدینو څو ځله د پرېکنده بېخ ایستلو هوډ وکړ، چې د بې درېغه امریکایي بمباریو سربېره یې تر ډېرې کچې د واک ټغر ورټول کړ.
د اسلامي امت ډېری علماوو نوموړې ډله او خواخوږي یې خوارج بولي؛ نوموتی عالم او دعوتګر ابوقتادة الفلسطیني وایي د دې ډلې ظهور د امت لپاره یوه فتنه وه، اما اوس یې زوال بله فتنه ده هغه زیاتوي د دې ډلې له پیدایښت سره جوخت دغې ډلې د خپلې جنګي او باروتي ماشینرۍ خوله د عراق او سوریې په اهل سنتو راوګرځوله، بې درېغه یې شهیدان کړل. دا دي اوس یې چې زوال دی بیا یې هم قرباني اسلامي امت دی ، د دوی له سقوطه وروسته د صلیبیانو او روافضو له خوا د اسلامي امت په خویندو څه حال دی چې تېریږي.
(باغوز) د دې ډلې د واک وروستۍ ښارګوټی وو چې په سوریه کې یې له لاسه ووت او د دغه ډلې په زرګونو جنګیالي د امریکا په ملاتړ جنګېدونکې کردي پیشمرګه وو ته تسلیم شول. د داعش ه خپره شوې آتلس دقیقه ییزه وېډیو کې بغدادي کوتڅنډنه کوي چې د عراق او سوریې د نورو ماتو غچ به هرو مرو اخلي، د خپلو قومندانانو او د هغوی د مقاومت یادونه کوي، خو د خبرو په لړ کې د باغوز د هغه مظلومو خویندو او ماشومانو له سره کومه یادونه نه کوي چې په دغه ښارګوټي کې د صلیبي ائتلاف په بمباریو کې شهیدانیږي.
نوموړی د خپلو خبرو په لړ کې په یوه اړخ ډډه لګولې، خپل مخامخ مخاطب ته کوږ کوږ ګوري او له خپل کارتوني خلافت سره د (بورکینا فاسو، مالي او…) د ځینو ډلو پلاستیکي بیعت یادونه کوي او پرې مبارکيانې ورکوي.
په باغوز کې د خپلې ډلې د ماتې په بدل کې په سرېلانکا کې د عیسویانو په کلیساوو حملې د خپلې ډلې انغماسي او نفوذي حملې او غچ بولي.
دغه له اسلامي فقاهت او درایته خالي خلیپه په دې نه پوهیږي چې د ده ډلې د سوریې په باغوز کې د کردي نجونو او بشار د ځواکونو په لاس ماتې خوړلې، اما دی او انغماسیان یې بیا زرګونه کیلومتره لیرې په سرېلانکا کې له بې دفاع کلیساوو او عیسویانو غچ اخلي، د اسلامي علومو دغه متخصص تر اوسه لا په دې نه دی خبر چې کليساوې، صومعي اونور عبادت ځایونه په اسلام کې له حملې محفوظ او مصئون دي.
په افغانستان کې د امریکا ماتې او پرګماتیک سیاست ته په کتلو امریکا ښایي هڅه وکړي ترڅو خپله ماتې یو ډول نه یو ډول جبران کړي؛ ترڅو لږ ترلږه له افغانستانه تر وتلو ورسته یې له طالبانو او افغانانو غچ اخیستی وي، او یا یې د سولې او معاملې لپاره له بدیلو لارو پر طالبانو فشار راویستی وي ، د چارو د شنونکو په اند چې امریکایان ښایې لا تر اوسه هم دغه استخباراتي ډلې ته ډېره اړتیا ولري، هوایي دهلېزونه او ځمکني بسترونه ورته چمتو کړي،له سپین غر تر پامیره یې په الوتکو کې انتقال کړي او د کابل او بګرام په مېلمستونونو کې ورته سفنجي توشکې وغوړوي او غبرګ بالښتونه یې ډډو ته کېږدي.


















