سیګار: د حکومت او طالبانو تر منځ د حاکميت سيمو پر “څومره والي” څارنه نه کوو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۲)

د افغانستان د بيارغونې د څار ځانګړې اداره “سیګار” وايي، له دې وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د حاکمیت پر څومره والي څارنه نه کوي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت سيګار ته ويلي، دغه ارزونې چې څومره سيمه د طالبانو او څومره د حکومت سره ده؛ د دوی د پريکړو لپاره يې ارزښت محدود دی.

د امريکايي ځواکونو وياند ډګروال ډوېدبټلر وايي، ناټو نور په دې اړه راپورونه نه خپروي خو په وينا يې د طالبانو او حکومت د سيمو د اندازې معلومولو لپاره پټ معلومات ټولوي.

د سيګار مشر جان سوپکو ويلي، د امريکا له دغه پريکړې وروسته به د متحده ایالاتو مالیه ورکوونکي بې خبره پاتې شي چې په افغانستان کې يې پانګونه بريالۍ او که نه.

په تيره جنورۍ مياشت کې د سيګار په راپور کې ښودل شوي و چې د افغانستان څلورپنځوس سلنه خاوره باندې حکومت واکمن او يا نفوذ پرې لري او پاتې خاوره يې له طالبانو سره ده.

تر دې وړاندې داسې راپورونه هم ورکول شوي چې د افغانستان له نيمايي پر زیاته خاوره د طالبانو حاکمیت دی او يا نفوذ پرې لري چې حکومتي عسکر او منسوبين پکې فعاليت نه شي کولای.

د شنونکو په باور، سيګار، د ملکي وګړو د خونديتوب یا ورته ډول نورې ادارې اکثره د امريکايي پوځ تر نفوذ لاندې دي چې تر ډيره په خپلو راپورونو کې حقيقت نه وړاندې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button