خوست امنيتي مسؤولين: د پاکستاني پوځيانو توپونو په ډزو درې کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۲)
د خوست امنيتي مسؤولين وايي، د پاکستان له لوري د دغه ولايت په ځينو سيمو د توپونو ډزې شوي یو شمير کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست امنيه قومندان سمونوال سيد احمد بابازی وايي، د توپونو ډزې پرون ناوخته د پاکستان د پوځ له خوا د سپيرې ولسوالۍ مربوط په پڅه ميله، ميرڅپر او ځينو نورو سيمو باندې شوي دي.
نوموړی وايي، په دغه ډزو کې درې تنه وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
تر اوسه د توپونو د ويشتلو لامل نه دی په ډاګه شی او نه هم پاکستاني چارواکو په دې اړه څه ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې له افغان خاورې لسګونه وسله وال ور اوښتي او شمالي وزيرستان ته نږدې سيمه کې يې په هغه پوځيانو بريد کړی چې پر پوله د اغزن تار پر لګولو بوخت و.
د پوځ په وينا، د وسله وال په بريد کې نږدې لس پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې زياتوي چې دی هم په ځوابي بريد کې وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خو تر دې مخکې هم د خوست، کنړ او ځينو نورو سرحدي ولايتونو چارواکو او اوسيدونکو شکايتونه کړي چې د پاکستان له اړخه د توپونو ډزې کيږي چې خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې او لسګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي دي.



